۲۵ کلنې ډاکټر پرکاش زياته کړه هغه دا خپل اعزاز ګڼي چې په وړمبي ځل د بونېر نه په ووټونو کې برخه اخلي هغې وویل په بونېر کې یې ژوند کړی، کورنۍ یې د مودو راهسې په دغه سیمه کې اباده ده، کاروبارونه کوي
پخواني وزیراعظم وویل د هغه د ګرفتارۍ په ضد مظاهرو کې د هغه مخالفینو تشدد کړی "زمونږه په ضد يوه بهانه جوړول غوښتل،مونږه دا ثابتولی شو، مونږه سره پوره ثبوتونه دي چې د کور کمانډر کور ته چا اور اچولی."
په پاکستان کې په دومره مهمو پوځي ځايونو باندې امنيت ولې ټينګ نه و؟ دې پوښتنې ته په جواب کې خواجه آصف وویل "امنيت و، خو که ډزې شوی وی او په کې لس شل کسان وژل شوی وی نو خبره به نوره هم خرابېدلی ځکه چې مظاهره چيانو سره وسلې وې."
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې د پوځي عدالتونو دفاع وکړه او و یې وېل چې دا څه نوی عمل نه دی، پوځي عدالتونو ته عام شهریان هم بوتلل کېدی شي او د پوځي عدالت د فېصلې خلاف په سپریم کورټ او های کورټ کې اپیل هم کېدلی شي
مارکیان چوچک غوښتنه وکړه چې پاکستان دې په واضحه توګه د روسي د جارحیت غندنه وکړي. هغه زیاته کړه د پاکستان د روس د غندنې مطلب به دا نه وي چې پاکستان د مغربي ملکونو ګوډاګی شو بلکې د یو خودمختار ملک په حېث هم پاکستان دغه فېصله کولی شي
رينا امیري وايي طالبان د خپلو فرمانونو دلارې توجه حاصلول غواړي او زیاته یې کړه هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د افغان ولس او میرمنو سره مرسته وکړي او طالبانو ته دا روښانه کړي چې د دوی غیر مسولانه کړنو بدې بایلې شته
کربي وویل واشنګټن د کییف سره قدم به قدم روان دی، هره ورځ د اوکرایني چارواکو سره دوی د ضرورتونو په اړه خبرې کوي او دا خبره یقیني کوي چې ضرورتونه پوره کړي
دڅېړونکو په اند دعمران خان په تېر حکومت کې د پاکستان او امریکا اړیکې د تاريخ لاندې کچې ته لوېدلې وې خو د نوي حکومت په راتلو سره دې اړيکو کې اوس یو وارې بیا ګرمجوشي ليدل کېږي
په دې وروستیو کې افغانستان کې دپاکستان دسفیر په توګه خپل ماموریت سرته رسونکي ښاغلي منصور احمد خان وي او ای اردو ته ویلي دي کله چې افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل نو هغوئ پاکستان،چین اؤ ازبکستان ته د اورپکو ډلو سره دمذاکراتو پیل کولو وړاندیز کړی ؤ
په میانمار کې د صورتحال په اړه بلېنکن وویل په دغه هېواد کې حالات نور هم خراب شوي دي او پکار ده چې د میانمار د پوځي واکدارانو په ضد اقتصادي او سیاسي فشار زیات کړی شي
نور کتل