د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ترهګره ډلو پر سر تاو تریخوالي یو ځل بیا زیات شوی پاکستان وايي له ترهګرو سره له افغانستانه مرستې کېږي او افغان طالبان وايي پاکستان په ترهګرۍ کې د ناکمۍ پړه په افغانستان ور اچوي. څېړونکي وايی پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره کې بدلون راولي.
مېتیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا د پاکستان په سیاست کې د مداخلت تورونه غلط او دروغ دي. هغه وویل امریکا غواړي چې د پاکستان اولس باید د حکومت په شمول د راتلونکو فیصلو پخپله استعداد ولري
رویټرز: د اسرایل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې تر اوسه دواړو خواو تر 4,400 پورې کسان وژل شوي دي بل پلو د امریکا صدر ، ملګرو ملتونو او د اروپايي اتحاد په ګډون د نړی یو شمېر مشرانو په غزه کې په یو روغتون شوي برید ته سخت غبرګون ښودلی. تفصیل د نوشیروان قلندر په راپور کې.
له فلسطین څخه وروسته له لبنان نه هم د اسرایلو په شمالي سرحدي سیمو کې په ابادی د راکټونو او میزایلونو بریدونه شوي اسرایل ویلي دا دوهم محاذ دی. بلخوا په اسرایل د حماس د بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو اسرایلي وګړو شمېر 1200 ته رسیدلی.
امریکا ویلي، کانګرس په دې خبره تقسیم ښکاري چې څنګه وکولی شي چې ایران د بشري حقونو د سرغړونو ځواب ووايي؟
څېړونکي وايي د قانوني قضیو له لارې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مخه نیول کېږي
ځینې څېړونکي وايي پاکستان کې جمهوریت اوس هم کمزوری دی او ټول طاقت له پوځ سره دی دوی دغه څرګندونې وروسته له هاغې کړي چې د پاکستان د وزیر اعظم په مشوره د صدر لخوا د قومي اسمبلی ماتېدو سره د هېواد په 76 کاله تاریخ کې دا دریم ځل دی چې یو جمهوري حکومت خپله آئیني موده پای ته ورسوله.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پخوانی وزیراعظم عمران خان د پېنځو کلونو دپاره نا اهل ګرځولی د تحریک انصاف د ګوند یو ویاند ذوالفقار بخاري د فیصلې غندنه کړې ده او وايي په عدالت کې به یې چېلنج کوي.
څېړونکي وايي څه که هم چین د جون په میاشت کې د ډنمارک په کوپن هېګن ښار کې د اوکراین امن په اړه ځان له غونډې لرې ساتلی وو او د غربي نړۍ لخوا د روس د غندنې هڅه یې شنډه کړې وه خو څېړونکي په جده غونډه کې د چین ګډون ته د ممکنه بدلون په نظر ګوري
د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن دا اوونۍ د بحرالکاهل جزیرې سفر کوي او اسټریلیا کې به د خپلو هم سیالانو سره په اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې کوي. امریکا په په بحرالکاهل سیمه کې د چین په زیاتېدونکي اثر خاص نظر ساتي.
د امریکا او چین ترمنځ که څه هم نظریاتي اختلافونه شته دي او ټېکنالوجي ته د لاس رسي ترڅنګ په ځینو امنیتي او تجارتي موضوعاتو یې اړیکې د تاو تریخوالي ښکار دي خو څېړونکي وايي د موسمي بدلون په سر رابطې او خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځه په همکاری زیاتولو کې مرسته کولی شي.
د پاکستان او افغان طالبانو د حکومتونو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په سر تاو تریخوالی لیدل کېږي. څېړونکي وايي که څه هم پاکستان TTP دښمنه ډله ګرځولې خو د دغې ډلې وسلوال د افغان طالبانو سره ژور نظریاتي بنیادونه لري او افغان طالبان به ونکړی شي چې د پاکستان د پاره ټي ټي پي له ځانه خفه کړي.
د پاکستان ترهګرۍ ځپلې صوبې خیبر پښتونخوا کې په مذهبي لږکیو باندې بریدونه یو وارې بیا زیات شوي. په نړیوال کچه ترهګره ګرځول شوې ډله داعش چې افغانستان او پاکستان کې منظم بریدونه کوي په عیني حال کې یې په سرښار پېښور کې په دوه بریدونو کې د سیکهانو د ورولۍ یو غړی وژلی او بل یې ژوبل کړی دی.
په سویډن کې د قران مجید د سوځولو له پېښې وروسته څېړونکي وايي، چې ترکي ته یو وارې بیا دا موقع په لاس ورغلې چې په نېټو کې د سویډن د غړیتوب مخالفت وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر ویلي ناټو به د روسي صدر ولاديمیر پوتین په خوښه د اوکراین جنګ نه کوي خو زیاتوي چې اتحاد د نړیوالو چېلنجونو په وړاندې ژمن دی. لویډ اسټن دغه خبره د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې پر وخت یو خبري کانفرنس ته کړې. تفصیل د نوشیروان قلندر په رپورټ کې
سعودي عرب غواړي امریکا ورسره د ولسي ګټو لپاره د ایټمي ټېکنالوجي پروګرام کې مرسته وکړي. دا څرګندونه د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په ریاض کې د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن سره د ملاقات په وخت کړې ده. دواړه هېوادونه د ایران ایټمي پروګرام د سیمې لپاره خطره بولي.
د پاکستان د شمار شمیرو دولتي اداره وایي، د روان مالي کال 23-2022 په لومړیو 11 میاشتو کې په هیواد کې ګراني په ریکارډ کچه لوړه شوې ده. دوی وایي، ګراني په تېره مئ میاشت کې نزدې 38 فیصده وه. د پاکستان مرکزي بېنک وايي، د بهرنیو پېسو ذخیره نوره کمه شوې او 4 اربو او 9 کروړو ډالرو ته راپریوتې ده.
امریکا کې د کرونا وبا په وخت په ځای کړای شوی د ټائټل 42 په نوم قانون د مودې ختمېدو وروسته په لوی شمېر بهرنیان دې هېواد ته د راننوتلو هڅې کوي. وایټ هاوس باندې په سرحد د ګډوډی تورونه پورې کېږي خو وایټ هاوس خپله دفاع کې وايي باید کانګرس ورته قانون جوړ کړي.
نور کتل