لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زېنب د قاتل نوې ويډيوه خپره شوه


د پنجا ب پوليسو په قصور ښار کې د شپږ کلنې زېنب په جنسي تېري او وژنه کې ککړ مشکوک تن تازه ويډيو خپره کړې ده .

په دغه ويډيو کې د پوخ عمر يو شېخ سړی ښکاري چې قميص پرتوګ يي اغوستي، توره ټوپۍ يي په سر ده او ورسره يي د بادامي رنګ کوټ هم اچولی، او د زېنب د کور مخې ته چکرې لګوي.

پوليس وايي ددې سړي رنګ ډنګ او جامه پېزار هم د هغه تن سره سمون خوري چې په لومړۍ ويډيو کې ورسره شپږ کلنه زېنب په آخري ځل ليدلی شوې وه.
په دغه تازه ويډيو کې د مشکوک ملزم ګونه ډېره واضحه ښکاري او د زېنب د کورنۍ او د مدني ټولنو غړي وايي پکار ده چې ددغې ويډيو د لارې عام اولس هم د پوليس سره د دغه مجرم په پېژنګلو او لټون کې کمک وکړي .

په قصور ښار کې شپږ کلنه زېنب ماشومه په روډ کوټ سيمه کې د جنورۍ په څلورمه نېټه له خپله کوره د سپارې سبق لپاره د ترور کره تله چې دهغې وروسته بې درکه شوه او په څلورمه ورځ يي د خزلې د يو ډېران نه مړی اومندلې شو.

ډاکټرانو د هغې د مړي پوسټمارټم رپوټ کې ويلي د وژلو نه وړاندې ورسره جنسي تېری هم شوی.

پوليس د هغې د مړي نه د DNA نمونې اخستي او وايي ډېر زر به په دغه بوګنونکي جرم کې ککړ ملزم ونيسي.

د زېنب ماشومې سره شوي زياتي وروسته د پاکستان په اکثره ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، په قصور ښار کې شوي مظاهرو کې دوه تنه مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG