لاس رسیدونکی لینک

زابل : ځانمرگي بريد کې د ايساف عسکر وژل شوی


د اتحادي ځواکونو ايساف کاروان د زابل نه کابل او کندهار په لار ؤ ، چې ځان مرگي پرې بريد کړی دی .
د افغانستان په زابل صوبه کې د اتحادي ځواکونو په يو کاروان شوي ځان مرگي بريد کې د ايساف يو عسکر وژل شوی او د درې نورو عسکرو په گډون شپږ نور کسان ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د اتحادي ځواکونو ايساف کاروان د زابل نه کابل او کندهار په لار ؤ ، چې ځان مرگي پرې بريد کړی دی .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د اتحادي ځواکونو وياند کيپټن پيټرک سائمنس د عسکر د وژنې پخلی کړی دی ، ولې نوموړي د وژل شوي عسکر په حقله نور تفصيل نه دی وئيلی .
او د سيمي يو چارواکي عبدالخالق ايوبي پېښه کې د نورو درېو عسکرو د ژوبلېدو وئيلي دي .
د سرچينو ترمخه زابل کې نن د اتوار په ورځ سحر شوي دغه بريد کې اتحادي ځواکونو ته د مرگ ژوبلې اوړېدو سره يو ټينک ته هم زيان اوختی دی .
XS
SM
MD
LG