لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن کې وي او ای دپاره کارکونکی خبریال وژل شوی


المغداد مجلي غوښتل چې جنگ دلاسه د یمن د اولس د بدو حالاتو نه نړۍ خبر شي، د هغه ورور عبدالله مجلي وايي. "هغه د انساني صورتحال خبرونه لیکل ځکه چې هغه په جنگ یقین نه لرلو...هغه په خپل ژوند کې کله هم ټوپک نه وو راخیستی،" عبدالله مجلي د خپل ورور په اړه وايي
المغداد مجلي غوښتل چې جنگ دلاسه د یمن د اولس د بدو حالاتو نه نړۍ خبر شي، د هغه ورور عبدالله مجلي وايي. "هغه د انساني صورتحال خبرونه لیکل ځکه چې هغه په جنگ یقین نه لرلو...هغه په خپل ژوند کې کله هم ټوپک نه وو راخیستی،" عبدالله مجلي د خپل ورور په اړه وايي

د یمن په سرښار صنعا کې د باغیانو په هدفونو د سعودي عرب په مشرۍ کې کیدونکې هوائي بمبارۍ کې ازاد خبریال المغداد مجلي وي او ای دپاره د کار په مهال وژل شوی دی.

مجلي د وي او ای نه علاوه د ملگرو ملتونو خبري ادارې، اي ای اي این، او ځېنې نورو صحافتي ادارو سره هم کار کولو. یمن کې د صورتحال په اړه هغه په حقائقو باندې جوړ زړه دردونکې رپورټونه وړاندې کول.

المغداد مجلي غوښتل چې جنگ دلاسه د یمن د اولس د بدو حالاتو نه نړۍ خبر شي، د هغه ورور عبدالله مجلي وايي. "هغه د انساني صورتحال خبرونه لیکل ځکه چې هغه په جنگ یقین نه لرلو...هغه په خپل ژوند کې کله هم ټوپک نه وو راخیستی،" عبدالله مجلي د خپل ورور په اړه وايي.

المغداد مجلي د اتورا، یک شنبې، په ورځ د صنعا د باغیانو د ولقې د لاندې برخه کې د بمبارۍ په مهال وژل شو. هغه د اکتوبر د میاشت راهسې د وي او ای سره کار کولو.

د المغداد مجلي د رپورټونو زیاتره توجه به په دې خبره وه چې په یمن کې د جنگ او د اقتصادي بدحالۍ په عام اولس څه اثرات دي او اکثر به يي د هغه خلکو حآل بیانولو چې د حالاتو نه په بدترینه توگه اغیز من شوي وو.

هغه به په ټولنه کې د نظر انداز کړی شوو خلکو سره کار کولو لکه په بدني توگه د خصوصي ضرورت خلک او اقلیتونه او د ریښتا ویلو د لارې به يي کوښښ وو چې دغه خلک انصاف ترلاسه کړی شي.

وي او ای د مجلي کورنۍ سره د هغه په مرگ غمرازي کړې ده.

"دا د وائس اف امریکا دپاره د خفگان ورځ ده،" د وي او ای مینجنگ ډائریکټرې کلاره ډومنگز د المغداد مجلي په مرگ خپل پیغام کې وویل. "مجلي به زمونږ اوریدونکو د خوښې رپورټونه ورکول. مونږ به هغه په احترام یادوو."

صحافیانو د ازادۍ نړي وال تنظیم رپورټرز وداوټ بارډرز وايي تیر کال یمن کې پنځه صحافیان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG