لاس رسیدونکی لینک

د یمن سرښار سره نزدې امنیتي ځواکونو او باغیانو ترمنځ نښتې شوي


چارواکو ویلي د فریقنو ترمنځه ډز بندي پرځائې کړی شوي ده خو ددې باوجود ښار کې ډزې اوریدلی شوي دي

د یمن سرښار ثنا کې د صدر عبد ربو منصور حادي د ماڼۍ سره نزدې د حکومتي ځواکونو او هاوتي باغیانو ترمنځ نښې شوي دي.

د عیني شاهدینو ترمخه، جگړې کې درنه وسله استعمال شوي او درنو چاودنو دلاسه ملکي خلک سېمه په پریښودو مجبور شوي دي.

چارواکو ویلي د فریقنو ترمنځه ډز بندي پرځائې کړی شوي ده خو ددې باوجود ښار کې ډزې اوریدلی شوي دي.

د جگړې نه څه ورځې وړاندې هاوتیانو د نوي ائین په لړ کې کیدونکې غونډه گډوولو دپاره د صدر حادي چیف اف سټاف یا مرستیال وتښتولو.

شیعه باغیانو د سپټمبر د میاشت راهسې په ثنا قبضه کړې ده او د نوي حکومت دپاره يي معاهده کړې ده.

د یمن سرښار ثنا او نورو سیمو کې تشدد دوام لري د القاعده په شمول وسله والې ډلې د خپل اثررسوخ دپاره هلې ځلې کوي په داسې حال کې چې د هیواد د تیرو څو کلونو راهسې د اړې گړي ښکار دی.

XS
SM
MD
LG