د یمن هوثي باغیانو دعوه کړې ده چې د هیواد پخوانی صدر علي عبدالله صالح وژل شوی دی. دا خبر د فرانس خبري ادارې ای ایف پي د گل، دوشنبې، په ورځ رپورټ کړی دی.
ای ایف پي دا خبره هم کړې ده چې د هوثیانو ددغه دعوې په ازاده توگه تصدیق نه دی شوی.
د هوثیانو د مسلح بعاوت په نتیجه کې د علي عبدالله صالح حکومت درې کاله وړاندې نسکور شوی دی او یمن د خانه جنگۍ ښکار شوی دی.
د علي عبدالله صالح د وژل کېدو په داسې وخت شوې ده چې یمن کې د شیعه هوثي باغیانو او د پخواني صدر د حامیانو ترمنځ سخته جگړه دوام لري. تازه نښتې په سرښار صنعا کې هم شوي دي.
د علي عبدالله صالح جانشین عبدربو منصور هادي د وسله والو ملاتړ سعودي عرب کوي. په ایران د هوثیانو د کومک الزام لگول کیږي.
ای ایف پي وايي د علي عبدالله صالح د وژل کیدو دعوه د باغیانو په ټېلي وژن المسیره باندې وشو. په ټېلي وژن لوستل شوي یو بیان کې وویل شو چې د "وسله والو" کړکیچ ختم شو او ددوي مشر او د خپلو گڼ شمیر پلویانو ترڅنگ ووژل شو، چې اشاره یې علي عبدالله صالح ته وه.
ای ایف پي وايي باغیانو ورته یو ډویو ښودلی دی چې پکې د علي عبدالله صالح په رنگ د یو تن مړی لیدل کیږي چې سر یې د تن نه جدا دی او په مړي د گلدار کمبل پروت دی.
خبري اداره وايي فوټوگرافر یې د صنعا په جنوب کې علي عبدالله صالح کور ته ورغلو خو په کور د باغیانو قبضه وه، ودانۍ د جنگ دلاسه زیانمنه شوي ده او فوټوگرافر ته د دننه تلو اجازت ور نه کړی شو.