لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې نوي کال ته هرکلى ویل شوې


ليډي گاگا او پليسيډو ډومنگو هم د نيويارک مشهور ټائمز سکوائر کې جوړ شوي دنوي کال ددستورې نوموړو گډون والو کې شامل وؤ
ليډي گاگا او پليسيډو ډومنگو هم د نيويارک مشهور ټائمز سکوائر کې جوړ شوي دنوي کال ددستورې نوموړو گډون والو کې شامل وؤ

ټوله نړۍ کې داتش بازۍ درنگارنگ مظاهرو سره دنوي کال هرکلى شوى.
دکال 2012م داولمپکس کوربه لندن کې داتش بازۍ دمظاهرې شروع کيدو سره سم دهاغه شيبې ريکارډنگ هم وغږولى شو کله چې برطانوي حکومت ته معلومه شوه چې ددغو لوبو کوربه توب دهغوي په برخه کې راغلى.
په لکونو خلکو ددريائى تهميز په غاړه په قطار کې اودريدو سره داتش بازۍ دا ستره مظاهره وکتله.
دجرمني پايتخت برلن کې هم دشپې په وخت داتش بازۍ يوه دکتلو وړ مظاهره وکړى شوه ، چې په تيارۀ کې يې اسمان روښانه کړو.
ليډي گاگا او پليسيډو ډومنگو هم دنيويارک مشهور ټائمز سکوائر کې جوړ شوي دنوي کال ددستورې نوموړو گډون والو کې شامل وؤ.
جنوب ايشيائي هيوادونه هم ټوله نړۍ کې دنوي کال دلمړي هرکلي کوونکو هيوادونو کې شامل وؤ، چې دغلته داتش بازۍ او ليزر دشعلو ترڅنگ په سړکونو جشن او فنکارانو دخپل فن مظاهرې وکړې.
داسټريليا سډني ښار او دهانک کانگ په بندرگاهونو دپړقيدونکې اتش بازۍ دمظاهرو نوى معيار وليدل شو.
دچين لويو ښارونو بيجنگ او شنگهائي پخپلو مرکزي څلور لارو کې دنۀ اودريدونکې اتش بازۍ دمظاهرې کوربه توب وکړو.
خو جاپاني پايتخت ټوکيو کې دنوي کال ددستورو جوش او جذبه تير کال دجنورۍ په مياشت کې د راغلې زلزلې او سونامي يادونو پيکه کړې وه او داتوار په ورځ هم دنوي کال په اغاز دهيواد په ځينو برخو کې د7.0 شدت جړقونه محسوس کړل شول.
دپاکستان دپيښور، کراچۍ او لاهور پشمول سترو ښارونو کې هم داتش بازۍ مظاهرې شوي او ځوانانو په سړکونو گډاگانې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG