لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ په خبرونو یو نظر


واشنګټن ته له سفر څخه دمخه العبادي ویلي وه چې د داعش د ماتولو د وروستي پړاو په اړه به له ټرمپ سره خبرې وکړي
واشنګټن ته له سفر څخه دمخه العبادي ویلي وه چې د داعش د ماتولو د وروستي پړاو په اړه به له ټرمپ سره خبرې وکړي

ټاکل شویده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ به د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي سره د خبرو اترو لپاره نن کوربه وي.

داسې ښکاري چې پدغو خبرو کې به له داعش څخه د شمالي ښار موصل د بیرته نیولو پر مسلې هم خبرې وشي.

دواړو مشرانو تیره میاشت په عراق کې د داعش په وړاندې د روانې جګړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې خو نن به د لومړي ځل لپاره له یوه بله سره مخامخ خبرې وکړي.

واشنګټن ته له سفر څخه دمخه العبادي ویلي وه چې د داعش د ماتولو د وروستي پړاو په اړه به له ټرمپ سره خبرې وکړي.

---------

که څه هم د شمالي کوریا د اټومي ګواښ په ا ړه ټرمپ توندې څرګندونې کړیدي خو اوس هم داسې ښکاري چې د یاد هیواد په اړه د ټرمپ او د اوباما د ادارو سټراتیژي وه ده.

د پخواني ولسمشر براک اوباما د واک پرمهال د هغه ادارې ویلي وه چې تر هغې به د شمالي کوریا سره نږدې نشي ترڅو یې خپل اټومي پروګرام درولی نه وي.

د اوباما ادارې دغه راز د شمالي کوریا په وړاندې هغه درې لارې یادې کړې وي چې اوس یې ټرمپ یادونه کوي.

پدغو دریو لارو کې اقتصادي بندیزونه، سیاسي جلاوالی او په پوځي برخه کې بشپړ چمتوالی شامل وه.

--------

د پیرو ولس د سختو سیلابونو، ځمکې ښویدنې او واورو نه وروسته دا مهال د بیا راپاسیدو کوښښ کوي.

ددغو طبعي پيښو له امله د جنورۍ د میاشتې راهیسي لږ تر لږه ۷۵ کسان مړه شوي او تر یولک زیات د خپلو کورونو پرېښیدو ته اړ شویدي.

د پيرو په پلازمینه لیما کې خلک د څښلو د اوبو د ترلاسه کولو لپاره دامهال په اوږدو کتارو کې ولاړ دي ځکه د تیرو دریو ورځو راهیسي د اوبو شبکه تړل شویده.

--------

د متحده ایالاتو دوه جګ پوړي چارواکي به د ډنالډ ټرمپ د هغې ادعا په اړه ښکاره ته معلومات ورکړي چې ګواکې پخواني ولسمشر براک اوباما یې له ټاکنو څخه مخکې ټیلفوني خبرې ثبت کړې وې.

د اف بي آې مشر جیمز کومې او د ملي امنیت د ادارې مشر مایکل راجړز به له دغې مسلې په سمه توګه خبر وي کچیرې په رښتیا هم داسې یو څه شوي وي.

دوی به نن د دوشنبې په ورځ د امریکا د ولسي جرګې د استخباراتو کمیټۍ ته د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې د روسیې د اغیزې د اعاوو د سپیناوي لپاره راڅرګند شي.

-------

جاپان د چین په جنوبي سمندر کې د خپلې اغیزې د پراخوالي لپاره پر مخ روان دي.

د جاپان لخوا دغه پراخوالی د اقتصادي او پوځي موخو لپاره ترسره کیږي.

په راتلونکې مې میاشت کې به جاپان د ایزومو په نامه د هیلي کوپټرو د لیږد بیړۍ د چین د سمندر جنوبي برخو ته د دریو میاشتو لپاره ولیږي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جاپان ددغه اقدام په غبرګون کې له ټوکیو څخه غوښتي دي چې په سیمه کې د ستونزو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG