لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ او سيمې ځینې مهم خبرونه


د ایران صدر حسن روحاني
د ایران صدر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ وویل، په ټولو چارواکو نیوکه کیږي ځکه په ایران کې لاریون کونکي د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په ډیرو نورو مسلو باندې هم خفه دي.

روحاني همدارنګه غږ وکړ چې په ټولنیزو رسنیو باندې لګېدلی بندیز باید لیرې کړای شي.

په ایران کې د تیرو دوو اونیو لاریونونو د پیل راهیسې حکومتي ادارو د انسټاګرام او ټیلېګرام په ګډون د مسیج کولو ګڼې ټولنیزې رسنۍ بندې کړیدي.

په ورته وخت کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال حامد شهریاري د دوشنبې په ورځ وویل چې د وروستیو لاریونونو ټول مشران نیول شویدي او ورته به سخته سزا ورکړل شي.

په دغو لاریونونو کې چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ټولو ستر ګڼل کیږي تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او په سلګونو نور د حکومتي ځواکونو لخوا نیول شویدي.

----------

شمالي او جنوبي کوریا به د سې شنبې په ورځ د راتلونکي ژمي د المپیک په سیالیو کې د خپل ګډون په اړه د لوړې کچې خبرې وکړي.

دواړه خواوې به د اټومي ګواښونو په اړه په خپلو کې د راپورته شویو ستونزو په اړه هم وغږیږي.
جنوبي کوریا به د ۲۰۱۸ کال د پیانګ چېنګ لوبو کوربه وي کومې به چې د فیبروۍ له نهمې څخه تر ۲۵ نیټې پورې دوام ولري.

همدارنګه د مارچ له نهمې نېټې څخه تر ۱۸ پورې به د ژمي د پارا المپیک لوبو کوربه هم وي.

-----------------

د جنوب ختیځې اسیا دوه ستر هېوادونه فیلپین او اندونیزیا د داعش سره د خواخوږي کونکو پرضد یو ګډ ځواک رامنځ ته کوي تر څو په پوله ددې ډول کسانو د اوښتو راوښتو مخه ونیسي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریټنو مرسودي د فلسطین له ولسمشر راډریګو سره د داعش څخه د راپورته شوي ګواښ په اړه په جنوبي ښار داوو کې سره خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې موافقه وکړه چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې به په خپلو کې همکاري زیاتوي.

-----------

د سوریې د رژیم ځواکونو د داعش تر ولکې لاندې ایالت ادلیب کې یو مهم ښار نیولی دی.

په برتانیه کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، حکومتي ځواکونو د روسیې د هوايي ځواک په ملاتړ د سنجر په نامه ښار چې د ادلیب په جنوب ختیځ کې پروت دی نیولی دی.

د سنجر ښار د ابو الضهر د پوځي مرکز په ۱۴ کیلومټرۍ کې پروت دی.

دغه پوځي مرکز چې القاعده پورې تړلو داعشي ځواکونو د سپټمبر په ۲۰ نېټه نیولی و که ونیول شي نو دا به پدې ایالت کې د بشار الاسد د ځواکونو د پام وړ پرمختګ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG