لاس رسیدونکی لینک

د سيمې او نړۍ ځينې مهم خبرونه


د پاکستان په نا ارامه بلوچستان کې یوه بلوڅ ملت پاله ګوند ادعا کړې چې د ایران پولې ته څېرمه اوران او پنجګور سیمو کې امنیتي ځواکوونو د بلوڅانو پرضد عملیات پیل کړي او د هیلي کوپټرو پواسطه پرې بمباري کوي.

بلوڅ ملي غورځنګ بي ان ام وايي ورته عملیات په خضدار کې هم پیل شوي او په لسګونو ولسي وګړي نیول شویدي خو پاکستاني چارواکو ددې ادعا پخلی نه دی کړی.

پاکستاني چارواکو یواځې دومره ویلي دي چې د بلوچستان په شمال ختیځو برخو لکه کوهلو، دوکۍ او قلعه سیف الله کې یې د وران کارو پرضد د روانو عملیاتو پر وخت ۱۱ مشکوک ترهګر له درنو وسلو سره نیولي دي.

په بلوچستان کې له دوو لسیزو راهیسي بلوڅ بیلتون غوښتونکي ډلې د خپلواکۍ لپاره وسلواله جګړه کوي.

--------

عیني شاهدان وايي چې تیره شپه د یمن په پلازمینې سنا کې په هوسي ياغیانو باندې هوايي بریدونه شویدي.

د سعودي په مشرۍ ټلوالې یا ایتلاف په یمن کې د هوسي یاغیانو پرضد د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې هوایي بریدونه پیل کړیدي.

په منځني ختیځ کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې چارواکي رابړت مردیني وویل چې په پلازمینې سنا کې حالت ډیر کړکېچن وه او د سختو جګړو وروسته هوایي بریدونه هم ترسره شول.

ده دا هم وویل چې یمنیان په خپلو کورونو کې بند پاتې وه او د سره صلیب یو ګودام هم پدغو بریدونو کې لګېدلی دی.

---------------

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن سفادي وايي، هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته وویل چې که امریکا بیت المقدس د اسرایلو د پلارمینې په توګه ومني نو ډیرې خطرناکې پایلې به ولري.

سفادي په ټویټر باندې ویلي دي، چې له داسې یوه اقدام سره به په عربي نړي کې د مسلمانانو قهر او غوصه راوپاریږي، تاوتریخوالی به زیات شي او د سولې هڅې به بې ګټې شي.

ټاکل شویده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د بیت المقدس په اړه خپل سیاست په روانه اونۍ کې اعلان کړي.

د ټرمپ زوم او د هغه جګ پوړي سلاکار د یکشنبې په ورځ وویل چې ټرمپ تر اوسه پورې د بیت المقدس په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

-------------

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ته تللی.

ماټیس ویلي دي، داسې پلان نه لري چې د پاکستان حکومت ته ټکان ورکړي خو یواځې دومره غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې په خپلو ژمنو باندې ودریږي.

ماټیس اسلام اباد ته تر رسېدو مخکې په پوځي الوتکه کې د خپل سفر پرمهال وویل چې هغه نه غواړي د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او پوځي مشر قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کتنه کې ښکر په ښکر شي.

ماټیس وویل، زه ستونزې داسې نه حل کوم بلکه زه پدې باور یم چې مونږ به په شریکه د ستونزې حل لپاره لارې چارې پیدا کړو.

---------------

د امریکا او د جنوبي کوریا هوايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ پداسې حال کې ګډ ستر پوځي تمرینونه پیل کړل چې پوښتنه کېږي ایا د شمالي کوریا لخوا د میزایلو ازمویل د جنوبي کوریا لخوا ورکړل شوې سرې کرښې څخه تیری ګڼل کیږي او که څنګه؟

پدغو پنځه ورځنيو تمرینونو کې به د امریکا تر ۲۳۰ زیاتې جنګي الوتکې او ۱۲۰۰۰ سرتیري د جنوبي کوریا له ځواکونو سره یوځای برخه اخلي.

دغه تمرینونه یواځې یوه اونۍ وروسته له هاغې پیل شول چې پیانګ یانګ خپل تر ټولو پرمختللی توغندي په بریالۍ توګه وه ازمایه او له خپل ځان څخه یې د اټومي طاقت په توګه یادونه وکړه چې امریکا له دې خبرې سره سخت مخالفت لري.

د جنوبي کوریا هوايي ځواک ویلي چې دوي به په خپلو دغو عملیاتو کې په نمایشي توګه د شمالي کوریا اټومي او د توغندیو په څېر جوړ شوي اهداف هم په نښه کړي.

--------------

دپښتو ژبې وتلی شاعر او نقاد رياض تسنيم د ۴۹ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د کراچۍ په يو شخصي روغتون کې ساه ورکړه.

رياض تسنيم د يوې مياشتې نه د زياتې مودې راهسې د کراچۍ په بېلابيلو دولتي او شخصي روغتونونو کې د درملنې لاندې ؤ او نن د دوشنبې یا ګل په ورځ يې ساه ورکړه.

ارواښاد د اوږدې مودې نه د تور زيړي په رنځ اخته ؤ،

نوموړی به نن په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

--------------


XS
SM
MD
LG