لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمې او نړۍ ځېنې مهم خبرونه


د سوریې لپاره د ملګروملتونو استازی سټیفن ډیمستورا
د سوریې لپاره د ملګروملتونو استازی سټیفن ډیمستورا

د سوریې لپاره د ملګروملتونو استازی سټیفن ډیمستورا وايي، د وروستیو نا امنیو سره سره د سوریې د اوه کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره نوې خبرې اترې پیلیږي.

د ملګروملتونو تر مشرۍ لاندې دغه خبرې به نن د سې شنبې یا نهې په ورځ په جینوا کې پيل شي.

دا د سوریې د شخړې د حل لپاره له ۲۰۱۲ کال راهیسې د خبرو اترو اتم پړاو دی.

تېرې هر ځل خبرې د سوریې د حکومت او د مخالفینو د استازو ترمنځ ژر وروسته ناکامه شویدي.

د دواړو خواوو ترمنځ په اختلافي مسایلو کې په واک کې د ولسمشر بشار الاسد پاتې کېدل هم دي.

--------------------

د راپورونو له مخې پیانګ یانګ غواړي د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د پوځي تمرینونو له پیلېدو څخه دمخه د توغندیو یوه بله ازموینه هم ترسره کړي.

له دې سره به د کوریا په ټاپو باندې فشارونه نور هم ښايي زیات شي.

په جنوبي کوریا او جاپان کې راپورونه وايي، د رادار او راډیو له سګنالونو داسې ښکاري چې پیانګ یانګ ښايي د یوه بل توغندي د ازمویلو لپاره چمتوالی نیسي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر نوح کیو ډوک د شمالي کوریا لخوا د نویو توغندیو د ازموینې لپاره د چمتوالي راپورونه تایید نه کړل خو دومره یې وویل چې حالات له نږدې څاري.

-------------------

د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس به نن وروسته له هاغې د میانمار له مشرې اون سان سوچي سره وګوري چې ددغه هېواد پوځي مشر ویلي وه چې په هېواد کې یې مذهبي تعصب نشته.

ملګروملتون او امریکا ویلي دي، په میانمار کې پوځ د روهینګا د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي په ترڅ کې د هغوي ټول وژنه کوي.

ددغې ټول وژنې په اړه د غبرګون نه ښودلو له امله د سولې د جایزې په ګټونکې اون سان سوچي باندې هم سختې نیوکې کیږي.

نوموړې تیره اونۍ وویل چې مونږ نشو ویلی چې ټول وژنه شوې او کنه خو د یوه مسول حکومت په څېر باید ترې مخنیوي وکړو.

---------------

په پاکستان کې تېره ورځ د حکومت او د لبیک یا رسول الله مذهبي ډلې د مظاهره چیانو ترمنځ تر تړون وروسته په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې په حکومت سختې نیوکې شویدي.

مطبوعات لیکي له دغه تړون سره حکومت خپل اغیز بایللی او توندلارو ته تسلیم شویدی.

د پاکستان انګلیسې ژبې ورځپانه دې نیوز په خپلې اداریه کې لیکلي دي چې حکومت وسلوالو ته د ریاست په کارونو کې واک ورکړی.

دا د حکومتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او د ترهګرۍ پر خلاف جګړو په اړه هم پوښتنې راپورته کړیدي.

د پاکستان وتلی لیکوال او د امریکايي ورځپاڼې نیویارک تایمز مضمون لیکونکی محمد حنیف په خپل ټویټر باندې په پوځ سختې نیوکې کړي دي.

د پاکستان په ډیلې ټایمز ورځپاڼې کې ماروې سرمد په خپل مضمون کې لیکلي، پوځ او حکومت چې څه وکړل نو ددې به د ولس لپاره په راتلونکې وخت کې ناوړه اغیزې وي.

ډان ورځپاڼه لیکي دغه تړون ته په کتلو ماغزه کنګس کوي او زړه پرې ډوبیږي.

هغه زیاتوي پدغه تړون کې ریاست د وسلوالو دغه حق هم منلی چې دوی په خپل سر فتوي ورکولی شي.

-----------

د امریکا د بهرنیو د چارو وزارت په مالي مرسته په پښتونخوا کې سلو جونو ته د انګلیسي ژبې د زړه کړې له کورسونه څخه فارغې شوې.

دا کورس دوه کاله وه او زده کونکو ته په وړیا توګه د انګلیسې ژبې زده کړه ورکول کېده.

په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ ویلي چې همدا ډول کورس به د آی ام ساینس په تعلیمي اداره کې هم پرمخ روان چې ۲۰۰ کسان پکې د انګلیسې ژبې زده کړې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG