لاس رسیدونکی لینک

د سېمې او نړۍ ځېنې مهم خبرونه


جنرل ډنفرډ په هوايي د پوځي مامورینو سره

د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان لوړ پوړو دفاعي چارواکو د شمالي کوریا لخوا د میزایلو او اټومي ګواښونو په اړه سره خبرې وکړې.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفور په هوايي کې د یادو هېوادونو د پوځي مشرانو کوربه و.

دوي په ګډه له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې له هغو پارونکو اقداماتو څخه دې لاس واخلي چې په سیمه کې فشارونه زیاتوي.

درې واړو هېوادونو په یوې ګډې اعلاميې کې له شمالي کوریا څخه دا هم غوښتي دی چې دغه خطرناکه او ویجاړونکې لاره دې پرېږدي.

-------

د میانمار یا برما په ینګان کې په زرګونه خلک پداسې حال کې د پوځ په ملاتړ سړکونو ته راووتل چې د روهینګا د مسلمانانو پرضد د ناوړه چلند له امله پرې د نړیوالو لخوا سختې نیوکې وشوې.

د روهینګا ترهګرو په اګسټ میاشت کې په پولیسو باندې برید کړی وه چې په غبرګون کې یې حکومتي ځواکونو د روهینګا د مسلمانانو پرضد له تاوتریخوالي په ډکو اقداماتو لاس پورې کړ.

په دغه لړ کې د میانمار له راخین ایالت څخه تر شپږو لکو زیات کسان چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي ګاونډي بنګدیش ته کډه شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ددې میاشتې په سر کې ویلي وه چې په میانمار کې د روهینګا د مسلمانانو د مهاجرت یا کډوال کېدو مسولیت ټول ددغه هېواد د پوځ په غاړه دی.

------

د لیبیا په بن غازي کې د لږ تر لږه ۳۶ کسانو یو ډلیز قبر موندل شویدی.

داسې ښکاري چې قربانیان ټول په دار کړای شویدي خو دا نه معلومیږي چې دا کسان به څوک وو.

په یوه راپور کې راغلي دي چې ځینو کسانو رسمي جامې درلودې او د ځینو بیا سپورتي جامې په غاړه وې.

په لیبیا کې د ملګروملتونو مشر حسن سلمي په یوه بیان کې پدې اړه د پلټنو غوښتنه کړیده.

په لیبیا کې د پخواني اوږدمهاله ډیکټاتور معمر قذافي له وژل کېدو وروسته یعنې د ۲۰۱۱ کال راهیسې سیاسي شخړې پر مخ روانې دي.

--------

د راتلونکي کال له پیل څخه به د سعودي عربستان ښځې د هېواد په دریو ورزشي لوبغالو کې لوبې کتلای شي.

دا د سعودي عربستان د حکومت لخوا د میرمنو د حقونو د ښه کېدو لپاره یوه هڅه ده.

تیره میاشت په سلګونو ښځو ته په ریاض کې یوه ورزشي سټېډیم ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه.

پدغو سټېډیمونو کې زیاتره د فوټبال سیالۍ روانې وې او یوه لوبه د سعودي د خپلواکۍ په ورځ وه.

د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د سپورټ د څانګې چارواکو اعلان وکړ چې دوي د ریاض، جدې او دمان دریو ورزشي سټېډیمونو باندې کار روان کړی ترڅو په راتلونکي کال کې د کورنیو ورتګ ته چمتو شي.

-------

د افغانستان د ننګرهار ولايتي شورا د افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د پاکستان له لوري د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو مخه دې ونيسي.

د پژواک خبري ادارې ترمخه د ننګرهار د شورا ګڼو غړو د يکشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې ويلي د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار شلمان، تورخم او دوربابا ولسوالۍ په پوله پاکستاني ځواکونه ازغن تار لګوي.

د ولايتي شورا مشر احمدعلي حضرت ويلي که د ملي وحدت حکومت د دغې چارې مخنيوي ونکړو نو د ختيځ ولسونه به د خپل سر په قيمت د دغه کار مخنيوي وکړي.

د ولايتي شورا استازو ويلي د ډېورنډ کرښه نه مني، او نه د ازغن تار لګول منلی شي. دوي د کرښې نه دې غاړې پاکستان لوري ته پرتو پښتنو باندې هم د ازغن تار د لګولو د مخنيوي غږ کړی او تار لګول يې د پښتنو ترمنځ دېوال بللی او پاکستاني چارواکو ته يې د سخت غبرګون خبر ورکړی دی.

پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.

--------

طالبانو د دغې ډلې له وسله والو سره د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د وضعیت په اړه یو بیان خپور کړی او د کیون کینګ د ناروغۍ په هکله یې اندیښنه ښودلې ده.

په بیان کې وړاندې راغلي دي چې استاد کیون کینګ د زړه د ناروغۍ سربیره د بډوډو په ناروغۍ هم اخته شوی دی.

طالبانو په دې بیان کې ویلي "اوس د نوموړي استاد ناروغي شدیده شوې، د پښو پاړسوب هم ورته پیدا شوی، کله ناکله بې‌هوشي هم ورباندي راځي او ورځ تر بلې يې ناروغۍ خطرناکه کیږي".

وسله والو طالبانو د تیرکال د اګست په میاشت کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان امریکایي کیون کینګ او اسټرالیايي ټیموتي جان ویکس په کابل کې د دغه پوهنتون سره نږدې تښتولي وو.

--------

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دي چې ځینې پټ لاسونه په هېواد کې د جمهوریت د ناکامه کولو هڅې کوې چې د چارواکو په اند اشاره یې د پاکستان پوځ وه.

نوموړي په فیسبوک باندې د هغو لسیزو یادونه کړې چې پکې پاکستان باندې پوځي مارشلا حاکمه وه.

احسن اقبال د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ن ګوند غړی دی.

د جولای په میاشت کې د ګوند مشر نواز شریف د لومړي وزیر له څوکۍ څخه لیرې کړای شو.

د ګوند مشران وايي نواز شریف د استخباراتي ادرو او پوځ په سازش له واکه ګوښه کړای شویدی خو پوځ دغه خبره ردوي.

نن په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پولیو د ناروغۍ پرضد د واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شویدی.

تمه چې پدغه کمپاین کې به ۳۴ لکو ماشومانو او په قبایلو سیمو کې لسو لکو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

دا مهال پاکستان او افغانستان د نړۍ یواځینې دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو ۱۲ پېښې ثبت شویدي.

XS
SM
MD
LG