لاس رسیدونکی لینک

سېمې او د نړۍ ځینې مهم خبرونه


د ایران صدر حسن روحاني او د روس صدر ولادیمیر پوټن

د ایران او سوریې ترمنځ دفاعي اړیکې لا نږدې شوي او پدې وروستیو کې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري د همدې هدف لپاره دمشق ته تللی وه.

دواړو هېوادونو په پوځي برخه کې یو تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې به یې پوځي همکاري نوره هم زیاته شي.

جنرال باقري د لوړ رتبه ایراني پوځي افسرانو سره یوځای د سوریې په الیپو ښار کې د جګړې لومړۍ کرښې ته هم ورغی، چیرې چې د ایران په ملاتړ ځواکونه پراته دي.

سوریې ته د ایراني پوځي پلاوي ورتګ ژر ورورسته له هاغې ترسره شو چې د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو خبرداری ورکړ چې هغه به په ګاونډي هېواد سوریه کې د ایران پوځي شتون وه نه زغمي.

-------

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به نن د سې شنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ شي.

ټیلرسن به په خپل دغه سفر کې پاکستاني چارواکو ته یوځل بیا د ټرمپ د ادارې هغه پیغام ورسوي چې باید د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد چې ددوي په خاوره کې پراته دي ډیر څه وکړي.

ټیلرسن له پاکستان څخه مخکې افغانستان ته تللی وه او هلته یې د خپلو خبرو پرمهال ویلي وه چې پاکستان باید پدې سترګې پټې نه کړي چې ګڼې ترهګرې ډلې یې په خاوره کې پراته دي او هلته پټنځي لري.

ټیلرسن دا هم ویلي وه چې له پاکستان سره به د امریکا اړیکې پدې پورې تړلې وي چې پاکستان څه ډول ګام پورته کوي ځکه موخه دا ده چې هم هلته او هم په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.

--------

سږ کال په ټوله نړۍ کې یواځې دوه هېوادونه وه چې ماشومان يې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي وه او هغه افغانستان او پاکستان وو.

پدې دواړو هېوادونو کې د پولیو وایرس د خپرېدو په حال کې نه دی خو په یوشمېر لیرې پرتو سیمو کې شته دی.

نږدې ۳۰ کاله مخکې د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ هره ورځ ۱۰۰۰ ماشومان د پولیو ناروغۍ وهل خو له نیکه مرغه د نړیوالو له هڅو سره دغه شمېره اوس ډیره زیاته کمه شویده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې سږ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې په هېواد کې د پولیو د ناروغۍ اوه پېښې ثبت شویدي.

خبر زیاتوي چې له دې ډلې څخه دوه پېښې په کندهار، دوه په هلمند او په کندز، زابل او ننګرهار کې یوه یوه پېښه ثبت شویده.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځه پېښې ثبت شویدي.

-------

د اندونیزیا یوه لوړ رتبه جنرال ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې امریکا ته راشي او همدې مسلې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نازکې کړیدي.

د اندونیزیا پوځي مشر جنرال ګتوت نورمانتویو ته د شنبې یا خالي په ورځ د جاکارتا په هوايي ډګر کې اجازه ورنه کړل شوه چې د اماراتو الوتکې ته چې واشنګټن ته راروانه وه پورته شي.

نوموړي جنرال ته د خپل امریکا سیال جنرال جوزیف ډنفورډ لخوا بلنه ورکړل شوې وه چې د روانې اونۍ د ترهګرۍ ضد کانفرانس کې ګډون وکړي.

په اندونیزیا کې د امریکا سفیر او مرستیال یې ددغې پېښې په اړه بخښنه وه غوښته او دا یې د امنیتي سکرین یوه تخنیکي ستونزه وګڼله.

XS
SM
MD
LG