لاس رسیدونکی لینک

د سېمې او نړۍ ځېنې مهم خبرونه


د شمالي کوریا او د امریکا ترمنځ د لانجې له زیاتېدو سره د پوځي شخړې ګواښ زیات شوی او سولیز حل لیرې شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د یکشنبې په ورځ وویل د شمالي کوریا لخوا د اټومي وسلو او بالیسټک میزایلو د پروګرام د درولو لپاره به د کیم جانګ اون د حکومت هڅول د لومړي بم تر غورځېدو پورې دوام ولري.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ له شمالي کوریا سره د ستونزې د ډپلوماټیک حل په برخه کې ناهیلی شوی.

ټرمپ د ټیلرسن لخوا روانې ډپلوماټیکې هلې ځلې د وخت ضایع کیدل ګڼي او وايي چې د شمالي کوریا په رهبر کیم جان اون باندې د هر ډول سیاسي موافقې په برخه کې باور نشي کيدای ځکه پیانګ یانګ تر دې وړاندې هم د غیر اټومي کولو له ټولو تړنونو څخه سرغړونه کړیده.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د یکشنبې په ورځ وویل چې ایران د اټومي وسلو په سر شوې موافقې ته ژمن و خو ولسمشر ټرمپ دغه موافقه ځکه ختمه کړه چې غواړي کانگرس لا نوره ښه تگلاره غوره کړي او ددغې موافقې تېروتنې سمې شي.

ټیلرسن وویل، ټرمپ غواړي کانگرس یوه داسي تگلاره ولټوي چې هغه په مکمله توگه سمه وي او د ایران نه چې کوم پراخ خطرونه راپیښ دي هغې ته پام وشي.

ټیلرسن وویل چې د ایران هغه فعالیتونه چې په منځني ختیځ کې یې کوي او پارونکي پوځي اقدامات هغه څه دي چې د هغې په اساس به د ایران په هکله نوي تگلاره جوړه شي.

-----------

ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي موافقې په اړه په خپله وینا کې ویلي دي چې د خپلو متحدینو سره یوځای له نژدې د ایران اټومي فعالیتونه څاري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به امریکا ددې تړون نه وباسي.

د بنګدیش پولیس وايي هغه کښتۍ چې د روهینګا ۵۰ مسلمانان پکې سپاره وه او غوښتل یې د میانمار له راښین ایالت څخه بنګدیش ته وتښتي په نف سیند کې ډوبه شویده.

پدغه پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان مړه شویدي.

چارواکي وايي په دغه پېښه کې یې ۲۱ تنه له مرګ څخه ژغورلی دي.

په دې وروستیو کې تر نیم میلیون زیات د روهینګا مسلمانان بندګدیش ته ګډه شویدي.

----------

عراقي ځواکونو د لومړي وزیر حیدر عبادي په امر له کردي ځواکونو څخه د کرکوک ښار شمال ته مهم هوايي ډګر او ورسره یوشمېر نور ځایونه نیولي دي.

د عراق پوځ نن د دوشنبې یا ګل په ورځ وویل چې د یاد هوايي ډګر له نیولو وروسته دوی نور هم پرمخ روان دي.

دولتي تلویزیون خبر ورکوي چې حکومتي ځواکونو د کرکوک ښار زیاتې برخې د شپې په اوږدو کې نیولې دي.

کردي ځواکونه د حکومتي ځواکونو د دومره پرمختګ خبر نه مني خو وايي چې حکومتي ځواکونو د کرکوک ښار او ددغه ښار د هوايي ډګر د نیولو لپاره ستر عملیات پیل کړیدی.

XS
SM
MD
LG