لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


د ملگرو ملتونو سکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا
د ملگرو ملتونو سکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا

ملګروملتونو د نړۍ هر بندر ته د هغو څلورو بیړیو په ورتګ باندې بندیز ولګوله چې له شمالي کوریا سره یې د توکو راکړه ورکړه کوله.

په ملګرملتونو کې د بندیزونو د څارنې د کمېټې مشر هوغ ګرافیټ دغه بندیز د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې اعلان کړ.

نوموړي وړاندې وویل چې بندرونو ته د ددغو بیړیو په داخلېدلو باندې یاد بندیز د تیرې پنجشنبې په ورځ عملي شوی دی.

--------

په کینیا کې د تخنیکي کالج دوه کارکونکي هغه مهال ووژل شول کله چې یې د موټرو کاروان د کینیا او د هند سمندر په ساحلي غاړو کې په یوه کمین ور برابر شو.

د سمیزو پولیسو مشر لیرې کینګ وایي د ممبیسا د تخنیکي پوهنتون زده کونکي او کارکونکي د خپل استوګنځي څخه د پوهنتون پر لوري روان وه چې وسلوال له ونو او بوټو راووتل او پر دوي یې ډزې وکړې.

خبر زیاتوي چې پدغه برید کې موټر چلونکی او د کاروان د امنیت ساتلو دوه پولیس ژوبل شوي هم دي.

--------

په سوریه او عراق کې د داعش له ځپل کېدو او ددوي د خلافت له ړنګېدو راوروسته له دغې ډلې سره د نویو کسانو د یوځای کېدو شمېر په کمېدو دی.

په رقه کې د داعش پرضد د امریکا په ملاتړ د کردي ځواکونو عملیات پای ته رسېدو ته نږدې شویدي خو په فرانسه او بلجیم کې چارواکي وايي داسې نه ښکاري چې ډیر ژر دې دغه ډله له وژلو لاس واخلي.

دوي وايي که څه هم دوي کلک امنیتي تدابیر نیولي دي خو بیا هم ددغي ډلې لخوا د ممکنه نا امنیو ویره شته.

-------

د امریکا په لاس وېګس کې د سټیفن پډاک لخوا د ۵۸ کسانو د وژلو او د ۵۰۰ نورو د ټپي کېدو نه یوه اونۍ تیره شوې ده خو پلټونکي وايي لا تر اوسه هم ددغه برید د دلیل په اړه معلومات نه شته.

د پولیسو سمیز مشر جو لوبمبارډو د دوشنبې په ورځ ژورنالستانو ته وویل چې د پېښې په ورځو کې د پډاک کړنو ددغه برید ترشا د ممکنه دلیل موندلو چارې ډیرې ستونزمنې کړیدي.

چارواکي وايي چې دوي د منډلې بې هوټل په کوټه کې چېرې چې پډاک اوسېده ۲۳ ټوپکې موندلې دي.

-------

د فاټا د اصلاحاتو په اړه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د تیرې ورځې د شوي لاریون راوروسته د فاټا ځوانان وايي چې دوي ددغه لاریون له پایلو څخه خوشحاله نه دي.

د فاټا ځوانان او د فاټا د زده کونکو ادارې وايي که څه هم د صدراعظم لخوا ورسره د فاټا د اصلاحاتو د عملې کیدو ژمنه وشوه خو دا هر څه یواځې په خوله ویل شوي او د کاغذ پر مخ هېڅ هم نشته نو ځکه دوي راضي نه دي.

دوي وايي د خپلې دغې غوښتنې د پوره کېدو په لاره کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او له ټولو سیاسي ډلو او مشرانو سره به پدې اړه خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG