لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


افغان چارواکي وايي چې د داعش له ویرې د افغانستان په شمال کې په لسګونو ښونځي شاړ او بند شویدي.

په جوزجان کې د پوهنې ریس عبدالحی یاسین امریکا غږ ته وویل چې د داعش له ویرې په زرګونو زده کونکي له ښونځیو څخه لیرې شویدي.

ده وویل په قوشتیپه او درزاب ولسوالیو کې د روانو نښتو له امله د سیمې اوسېدونکي خپل ماشومان ښونځیو ته نه پرېږدي او دا ستونزه حتی په هغو سیمو کې هم شته چې د حکومت تر ولکې لاندې دي.

د دزاب یوه اوسېدونکي عبدالمراد امریکا غږ ته وویل چې تر ۱۸۵۰۰ زیات ماشومان له ښونځیو پاتې شویدي.

---------

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د فعالیتونو کمول اعلان کړل.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د دوی د کارکوونکو وژل، تښتول او پروړاندې يې د وسله والو مخالفینو د بریدونو زیاتېدل لامل شول چې دغه کمېټه په کندز او میمنه کې خپل مرکزونه وتړي او په نورو ولایتونو کې فعالیتونه لږ کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې مونیکا زینا ریلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې لپاره چې کارکوونکي يې له وژل کېدو وژغورل شي، مرکزي دفتر يې پرېکړه کړې چې د دې هېواد په نا امنه ولایتونو کې خپل فعالیتونه تر ډېره حده کم کړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه یوازنۍ بهرنۍ موسسه ده چې د ۱۲۰ بهرنیو او څه کم دوه زرو افغان کارکوونکو په لرلو سره، په دې هېواد کې د جګړې د ټپیانو درملنه کوي.

--------

د اقتصاد په ډګر کې د نوبل سږنۍ جایزه یوه امریکايي اقتصاد پوه ریچاړډ اچ تیلړ ته ورکړل شویده.

د نوبل د جایزې کميټه وايي چې ریجارډ ته یې دغه جایزه ځکه ورکړې چې د اخلاقي اقتصاد له ډګر سره یې همکاري کړیده.

په سوریه کې ژغورونکي د مورت النومان ښار هغه مارکیټ ته ورغلي دي چې ددي په وینا د یکشنبې په ورځ پرې د سوریې پوځ هوایي برید ترسره کړ.

پدغه برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شویدي او د سوریې د بشري حقونو د څار ډله بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنه یادوي.

ژغورونکو تر اوسه پورې یو سړی او یو ځوان هلک د خاوړو او ډبرو لاندې څخه راویستی او د نورو قربانیانو د لټون هڅې روانې دي.

له میانمار څخه د هغو لږ تر لږه ۱۲ تښتېدونکو کسانو کښتۍ چې غوښتل یې په بندګدیش کې پناه واخلي په اوبو کې اوښتې ده.

د بنګدیش پوله ساتو چارواکو د فرانسې خبري رسنۍ ته ویلي دي چې د یوې ښځې، یو سړي او لسو ماشومانومړي یې موندلي دي.

دوي وايي څرنګه چې کښتۍ میانمار ته نږدې اوښتې نو ځینې نورو کسانو ښایې ساحلي غاړو ته په لامبو ځان رسولی وي.

چارواکو نه دي ویلي چې پدې کښتۍ کې به ټول څو کسان سپاره وه خو اکثرا داسې ښکتیو کې له ا ندازې زیات کسان سپاره وي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل ددې لپاره چې له ډیموکراټانو سره یوې معاملې ته رسېدلی وي نو دوی به په امریکا کې د دایمی استوګنې یا ګرین کارډ ورکولو سیسټم نوی کړي او ددغه بهیر لپاره به لس زره کارکونکي په دندو وګماري.

دوی دا هم وویل چې د امریکا په جنوبي پوله به دیوال هم جوړوي.

تیره میاشت ټرمپ ویلي وه چې د کډوالو په برخه کې به د اوباما د دورې پالیسي چې له مخې یې هغو ماشومانو ته قانوني اسناد ورکول کیږي ودروي چې امریکا ته په غیر قانوني توګه راوستل شوي وي.

ټرمپ همدارنګه له امریکا څخه د غیر قانوني کډوالو د ویستلو لړۍ هم تیزه کړې وه او هغه شرایط یې نور هم زیات کړي وه چې له امریکا څخه د ویستلو لپاره باید په پام کې ونیول شي.

د راپورونو له مخې د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل له محافظه کارو سره د کډوالو د مسلې په اړه موافقې ته سره رسېدلي ده.

د کډوالو په اړه ددغې شوې موافقې جزیات به نن د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

د راپورونو له مخې ددغې موافقې له مخې به جرمني په کال کې دوه لکه کډوال مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG