لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


امریکې ددفاع وزیر جیم میټس د هندوستان ددفاع وزیرې نرماله سیتارامن سره په نوي دلي کې لیده کاته وکړل
امریکې ددفاع وزیر جیم میټس د هندوستان ددفاع وزیرې نرماله سیتارامن سره په نوي دلي کې لیده کاته وکړل

د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماټیس د سې شنبې په ورځ پدې خبرې ټینګار وکړ چې امریکا غواړي له شمالي کوریا سره خپله روانه شخړه د سولیزې لارې حل کړي.

تر دې مخکې پیانګ یانګ د ولسمشر ډنالډ ټرمپ د دوشنبې د ورځې ټویټ د جګړې اعلان ګڼلی وه.

ماټیس په نوي ډلي کې چې د امریکا او هند د اړیکو د ځواکمنتیا لپاره ورغلی وویل که څه هم د کوریا په ټاپوزمې باندې د موجوده ګواښونو لپاره د امریکايي سرتیرو دیره کېدل ضروري دي خو دوي د ستونزې د ډپلوماتیک حل ملاتړ کوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټ کې لیکلي وه که د شمالي کوریا لخوا ګواښونه همداسې دوام ولري نو د کیم جان اون رژیم به ډیر دوام وه نه کړي.

---------

تمه ده د عراقي کردانو لخوا د جلا والي لپاره د ترسره شوې ټولپوښتنې یا ریفرنډم رسمي پایلې به نن د سې شنبې په ورځ اعلان شي.

له دغې ټولپوښتنې سره د بغداد حکومت، یوشمیر ګاونډیو هېوادونو او امریکا مخالفت ښودلی وه.

له ټولپوښتنې څخه دمخه ډیر داسې ښکاریده چې زیاتې رایې به د جلاوالي لپاره واچول شي.

که د ټولپوښتنې زیاتې رایې د جلاوالي لپاره هم وي نو د خپلواکۍ د اعلانېدو په معنی نه ده بلکه کردي چارواکي وايي چې ددوي د خپلواکۍ اخیستلو په لاره کې دا یو مهم ګام ګڼل کېدای شي.

---------

یوه ډله هغه کډوال چې په اسټرالیا کې د کلونو لپاره په لیرې مرکزونو کې بند ساتل شوي وه نن د سې شنبې په ورځ به د دایمي استوګنې لپاره د امریکا پر لور روان شی.

لږ تر لږه دغه ۲۲ پناه غوښتونکي به چې د شمالي پاپونیوګینا د ټاپو د مینس په کمپ کې ساتل کیدل نن په الوتکه کې مانیلا ته روان شي او بیا به په امریکا کې یوه نه ښودل شوي ځای ته واستول شي.

په اسټرالیا کې د امریکا د سفارت د عامه اړیکو مشر بیورلي ټکر وویل چې د پنا غوښتونکو دوهمه ۳۰ کسیزه جوپه به د کډوالو د دوهم کمپ نیورو څخه په راتلونکو ورځو کې هم امریکا ته د دایمې اوسېدو لپاره روان شي.

---------

اسرایلي پولیس وايي یو وسلوال د بیت المقدس څخه د باندې په امنیتي ځواکونو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې درې امنیتي سرتیري وژل شویدي.

چارواکي وايي چې د حد ادار په نامه د اسرایلیانو په ټولنه کې په دغه ترسره شوي برید کې څلورم اسرایلي ساتونکی ژوبل شویدی.

د پولیسو یو ویاند وايي چې برید کونکی د فلسطیني کارکونکو سره د تالاشۍ پوستې ته ننوتی او بیا یې ډزې پیل کړیدي.

خپله برید کونکی هم د بل اسرایلي ساتونکي لخوا وژل شویدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG