لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


امریکې ددفاع وزیر جیم میټس
امریکې ددفاع وزیر جیم میټس

د امریکا ددفاع وزیر جمیز ماټیس د افغانستان لپاره د امریکا تر مشرۍ لاندې د نوې سټراټیژۍ له اعلانیدو راوروسته د لومړي ځل لپاره جنوبي اسیا ته تللی.

نوموړی د دوشنبې يا ګل په ورځ د هندوستان پلازمینې ته ورسېده او ټاکل شویده چې هلته به د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون له یوشمیر لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

ماټس هیله لري چې له نوي ډلي سره به په دفاعي برخه کې د واشنګټن اړیکې لا ژورې او ټینګې شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري به په افغانستان کې هم وي چیرې چې امریکا له طالبانو سره په ۱۶ کلنه جګړه کې بنده پاتې ده.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په نوي ډلي غږ وګړ چې په افغانستان کې دې زیات څه وکړي او دا هغه غږ وه چې د هندوستان د اوږدې مودې سیال پاکستان یې سخت خفه کړ.

--------

عراقي کردان به نن د دوشنبې یا ګل په ورځ د یوې خپلواکې ټولپوښتنې یا ریفرنډم په ترڅ کې رایه ورکړي.

که څه هم له دغې ټولپوښتنې سره د امریکا په ګډون یوشمیر ګاونډي هېوادونه او د عراق حکومت مخالفت کوي خو داسې ښکاري چې وه به منل شي.

د عراق په شمال کې د نیمه خپلواکې کردي سیمې ولسمشر مسود برزاني له پنځو میلیونو رایه ورکونکو څخه غوښتي دي چې په سولیزه توګه دې خپله رایه وه کاروي.

هغه د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې خپلواکي به مونږ ته اجازه راکړي چې تیرې ناوړه پېښې تکرار نشي.

-------

د اندونیزیا چارواکي وايي چې د بالي د مونټ اګنګ د اتش فشان یا اور غوځونې له امله نږدې ۵۰۰۰۰ کسان له سیمې څخه ویستل شویدي.

د طبعي افتونو د ادارې یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په سیمه کې پاتې خلکو لازم تدابیر نیولې او ځینې یې ګاونډي ټاپو لوباک ته اوښتي دي.

خبر زیاتوي چې مونټ اګنګ به په تیرو ۵۰ کلونو کې د لومړي ځل لپار د اتش فشان په توګه اور وشیندي.

په یادې سیمه کې په ۱۹۶۳ او ۱۹۶۴ کلونو کې د اتش فشانونو له امله کابو ۱۱۰۰ کسان وژل شوي وه.

--------

امریکا ته له اتو هېوادونو څخه راتلونکي مسافر به له نویو بندیزو سره مخ وي.

د نویو بندیزونو دغه قانون چې د ولسمشر ټرمپ لخوا لاسلیک شوي د اکټوبر په ۱۸ نیټه به عملي کیږي.

په دغو اتو هېوادونو کې چاد، ایران، لیبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوریه، وینزویلا او یمن شامل دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې یاد هېوادونه د ترهګرۍ په اړه امریکا ته د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلي.

--------

د امریکا د ولسمشر زوم او د سپینې ماڼۍ سلاکار جیرډ کوشنر د رسمي اداري کارونو لپاره له خپل شخصي بريښنالیک یا ایمیل څخه کار اخیستی.

د کوشنر وکیل ابې لاویل د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وه چې کوشنر د جنورۍ او اګسټ ترمنځ له خپل شخصي اکاونټ څخه تر سلو لږ ایمیلونه ترلاسه کړي او یا یې ورته ځواب ویلی.

دا پداسې حال کې ده چې ټرمپ د تیر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په خپلې سیالې هیلري کلنټن باندې د شخصي ایمیلیونو له امله په کلکه نیوکې کولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG