لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د جاپان وزیراعظم شینزو ابی
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د جاپان وزیراعظم شینزو ابی

د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې وايي دی او د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ پدې موافقه لري چې د شمالي کوریا لخوا د اټومي میزایلو د ویشتلو درول به دوی ته لومړیتوب لري.

د جاپان ولسمشر په ټوکیو کې ژورنالستانو ته وویل چې دی او ټرمپ پدې اړه د سې شنبې په ورځ په خپلو ټیلیفوني خبرو کې موافقې ته ورسېدل.

د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې پداسې حال کې وشوې چې د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون وویل دی به د امریکا په ګوام ټاپو باندې د میزایلو ویشتل وځنډوي.

--------

د سیرلیون په پلازمېنه کې د ځمکې د ښویدنې له امله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه شویدي او چارواکي وايي چې د مړو شویو کسانو شمېره ښايي تر دې هم لوړه شي.

دغه پېښه د دوشنبې په سهار له سختو ورښتونو وروسته رامنځته شوه.

ددغې طبعې پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

په سیمه کې خلک او د ژغورنې کارکونکي چې د سرتیرو لخوا یې هم ملاتړ کیږي له خاورو خټو څخه د خپلو خپلوانو مړي راباسي.

د سره صلیب یو ویاند وایي چې دوي د پېښې په ځاي کې د ۳۱۲ کسانو مړي شمېرلي دي.

-------

په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې د دوهمې کچې پخواني مشر ویلي ده له یادې ډلې سره کار پرېښی دی.

مختار راباو چې په ابو منصور باندې مشهور دی دغه څرګندونې نن د سې شنبې په ورځ د مګدیشو په یوه هوټل کې ژورنالستانو ته وکړې.

نوموړي د یوه بیان په ترڅ کې وویل چې زه غواړم د سومالیا خلکو او نړیوالې ټولنې ته په ډاګه کړم چې زه پنځه کاله او اوه میاشتې مخکې د الشباب له ډلې څخه وتلی یم.

ده زیاته کړه له یادې ډلې څخه د فکري یا ایډیالوژیک توپیر له امله وتلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG