لاس رسیدونکی لینک

سېمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


خبر زیاتوي چې دوه برید کونکي چې عزیز استانبول په نامه په یوه ترکي رسټورانټ یې ډزې کړې وې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شویدي خو دمګرۍ دا معلومه نه ده چې د برید کونکو شمېره څومره وه

چین نن د دوشنبې یا ګل په ورځ اعلان وکړ چې دوی به له شمالي کوریا څخه د ډبرو د سکرو، اوسپنې او بحري خوراکي توکو په وارداتو باندې بندیز ولګوي.

چین دغه اعلان وروسته له هاغې وکړ چې د ملګروملتونو لخوا په شمالي کوریا باندې د بالسټیک میزایلو د ازموینو په غبرګون کې پدې وروستیو کې نوي بندیزونه ولګېدل او چینايي چارواکو یې په بشپړه د پلي کېدو ژمنه وکړه.

ددغو بندیزونو په ترڅ کې به د شمالي کوریا په صادراتو کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت کموالی راشي.

د چین د سوداګرۍ وزارت وایي چې دغه نوي سوداګریز بندیزونه به د سپټمبر په پنځمه نیټه په بشپړه توګه پلي شي.

--------

د برکینا فیسو امنیتي ځواکونو د هغو وسلوالو پرضد عملیات پای ته ورسول کوم چې د یکشنبې په ورځ د هېواد په پلازمېنه کې په یوه رسټورانټ باندې ډزې وکړې او لږ تر لږه ۱۸ کسان یې ووژل او اته نور یې ژوبل کړل.

خبر زیاتوي چې دوه برید کونکي چې عزیز استانبول په نامه په یوه ترکي رسټورانټ یې ډزې کړې وې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شویدي خو دمګرۍ دا معلومه نه ده چې د برید کونکو شمېره څومره وه.

د برید پرمهال ځینې کسان په تېښته بریالي شوي وه خو ګڼ نور بیا د رسټورانټ دننه بند پاتې شوي وه. تر اوسه پورې چا ددغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

--------

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د کولمبیا ولسمشر ته وویل چې امریکا غوره ګڼي د وینزویلا ستونزه په سولیزه توګه حل شي.

پینس د یوې خبرې غونډې پرمهال دا ددغې ستونزې د حل په برخه کې د امریکا لخوا د پوځي ځواک د کارولو امکانات هم رد نه کړل خو یادونه یې ترې هم ونه کړه.

پینس وویل د وینزویلا د حکومت په وړاندې د اقتصادي بندیزونو او سیاسي فشار لارې چارې لا نه دي کارول شوي.

---------

د امریکا متحده ایالاتو د سوریې په ادلیب کې د بشري حقونو د اوو تنو دفاع کونکو وژنه غندلې ده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدړ نیورټ د یوه بیان په ترڅ کې ویلي چې ددغو کسانو وژنه ډیره خواشینونکې ده.

په بیان کې وړاندې راغلي دي چې دغو کسانو خپل ژوند په خطر کې اچولی وه او له اړینو خلکو سره یې تر ټولو په خطرناک ځای کې مرسته کوله.

XS
SM
MD
LG