لاس رسیدونکی لینک

سیمې او د نړۍ ځینې مهم خبرونه


ولسمشر رجب طیب اردغان

ترکیه له سوریې سره په پوله پوځي ځواک پداسې حال کې زیاتوي چې ولسمشر رجب طیب اردغان په سوریه کې د پوځي عملیاتو د زیاتیدو وړاندیز کړی.

د راپورونو له مخې انقرې د ماسکو د هغه دریځ هرکلی کړی چې وايي د سوریې په افرین نومي ځای کې چې د کردي ملیشو تر ولکې لاندې ده پوځي عملیات باید زیات شي.

اردغان وویل مونږ به په نږدې راتلونکې کې یو شمېر نوي مهم ګامونه پورته کړو.

---------

شمالي کوریا د دوشنبې یا ګل په ورځ پدې خبرې ټینګار وکړ چې خپل د اټومي وسلو پروګرام ته به دوام ورکوي او د نړیوالو هغه غوښتنې یې رد کړې چې په خپلو پوځي خوځښتونو کې دې له نرمښت څخه کار واخلي.

شمالي کوریا په مانیلا کې سمیز امنیتي کانفرانس ته وویل چې دوی به هیڅکله د بالسټیک میزایلو او اټومي وسلو پرسر چنه وهلو ته چمتو نه شي.

شمالي کوریا دا هم وویل کچیرې امریکا ددوي پرضد پوځي اقدامات ترسره کړي نو دوي به امریکا ته په خپل اټومي سټراتیژیک ځواک سره سخت سبق وه ښایي.

--------

د کانګو پولیسو وایي په پلازمینې کینشاسا کې د پولیسو او د بیلتون غوښتونکو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شویدي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي چې جګړه وروسته له هاغې رامنځته شوه کله چې بیلتون غوښتونکو د کینساسا په زندان باندې برید وکړ.

عیني شاهدانو دا هم ویلي دي چې برید کونکي پدې نه دي توانیدلي چې د زندان په دروازې باندې ور ننوځي.

--------

د پاکستان په لاهور کې د دوشنبې ناوخته د یوه موټر بم په چاودنه کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شويدي.

په لاهور کې یوه لوړ رتبه حکومتي چارواکي عبدالله خان سومبال ویلي چاودیدونکي توکي په میوو بار یو ټرک کې ځای پرځای شوي وه.

هغه زیاته کړه په پېښه کې ۳۴ کسان ژوبل شوي هم دي چې زیاتره یې لاروي وه.

چاودنه پداسې وخت کې رامنځته شویده چې نواز شریف غوښتل د چهارشنبې په ورځ دغه ښار ته ورشي.

XS
SM
MD
LG