لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړۍ ځینې مهم خبرونه


په سومالیا کې د الشباب ډلې لخوا په یوه کمین کې د افریقايي اتحاديې لږ تر لږه ۱۸ سرتیري وژل شویدي.

برید د سرښار مګدیشو څخه ۱۲۰ کیلومټره جنوب ته د ۲۴ موټرو په یوه کتار رامنځته شویدی.

په پېښه کې الشباب د ۳۹ سرتیرو د وژلو دعوا کړې خو پوځي چارواکي دغه شمیره غلطه بولي.

------

د افغانستان پلازمینې کابل شهرنو سیمه کې دعراق په سفارت ځانمګری برید د دریو ترهګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی.

دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ډیوې سره په خبرو کې وویل ، نن غرمه مهال یولس نیمې بجې لومړۍ د عراق په سفارت ځانمرګی برید وشو او له برید سره سم درې تنه برید کوونکي سفارت ته ننوتي وه.

په دغه برید کې یو پولیس هم په برسېرنه توګه ژوبل شوی او د سفارت کارکونک ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

داعش د پېښې پړه په غاړه اخیستې ده.

------

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ کې د ایتلافي حکومت نه د جلا کېدو وروسته د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي په یو اړخیزه توګه د ځینو اختلافونو له امله له حکومت نه اخوا شویدی.

شاغلي شیرپاو وايي د حکومت نه د بیلېدو پریکړه یې ځکه کړې چې د حکومت د ایتلاف لپاره شوي تړون مات شویدی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک ویلي قومي وطن پارټۍ له بیلیدو څخه نه دی خبر او دغه پریکړه یاد ګوند په خپل سر کړېده.

-------

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د شمالي کوریا د بالسټیک میزایلو په اړه د جاپان او جنوبي کوریا سره بیړنۍ ډپلوماټيکې سلا مشورې پیل کړیدي.

ټرمپ د ټیلیفون پر کرښه د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابې سره نن د دوشنبې په سهار کابو یو ساعت خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ابې دا منلې ده چې شمالي کوریا نیغ په نیغه امریکا، جاپان، جنوبي کوریا او نور هېوادونه ګواښي.

دواړو لوریو ژمنه کړې چې د شمالي کوریا په وړاندې به ډپلوماټیک او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

-----

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې لخوا د تیري پرته بالکان هېوادونو ته بل کوم ستر ګواښ نه شته.

پینس ژمنه وکړه چې هيواد به يې له استونیا، لیتویا او لیتوانیا څخه چې د ناټو غړي هېوادونه دي ملاتړ کوي.

ده وړاندې وویل روسیه په زور له نړیوالو پولو څخه تیري کوي، ډیموکراسۍ ته زیان رسوي، د هېوادونو ارضي تمامیت ته درناوی نه لري او د اروپا ازاد هېوادونه یو د بل په وړاندې سره ویشي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG