لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړي ځینې اهم خبرونه


تحقیقاتي مامورین لندن د حملو د ځای نه شواهد راټولوي
تحقیقاتي مامورین لندن د حملو د ځای نه شواهد راټولوي

د برتانیې لومړۍ وزیرې ټیریسا مې د دوشنبې په ورځ وویل چې پولیسو د لندن د برید په تړاو د دریو برید کونکو پیژندګلو کړېده.

پدغه برید کې چې د شنبې په ورځ ترسره شو اوه کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ژوبل شویدي.

مې دا هم وویل چې ددغو بریدکونکو نومونه به د پلټنو له پرمختګ سره روښانه شي.

چارواکي وايي د پېښې په تړاو ۱۱ کسان نیول شویدي.

-------

سعودي عربستان، بحرین، عربي متحده اماراتو او مصر هر یو په جلا توګه د دوشنبې په ورځ له قطر سره خپلې ډیپلوماټيکې اړیکې پدې تور پرې کړې چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

یادو هېوادونو یو په بل پسې په جلا توګه دغه پرېکړه وکړه او وویل چې دوي به له قطر څخه خپل ډپلوماټان وباسي او له دغه هېواد سره به هوايي او سمندري لارې وتړي.

د سیمې هوايي شرکتونو لکه امارات، اتحاد، سعودي او قطر هوايي شرکتونو ویلي دي چې دوی به خپلې الوتنې بندې کړي.

یمن هم بیا وروسته له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړېدي.

--------

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پدې خبرې ټینګار وکړ چې هیڅکه يې د امریکا د ولسمشر ډ‌نالډ ټرمپ سره نه دي لیدلي او په حیرانتیا سره یې وویل چې امریکايي رسنیو خپل حس له لاسه ورکړي.

پوتین تیره اونۍ د ان بي سي له میګین کیلې سره مرکه کړې وه چې ځینې برخې یې د یکشنبې په شپه خپرې شوې.

پوتین ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ټرمپ سره لیدلو خو به هغه ته کوم زیان نه وي رسولی یوځل بیا وویل چې دا ډیره بې معنې خبره ده.

پوتین وویل هر کال په سلوګونو امریکايي سوداګر ماسکو ته ورځي خو ده د ټرمپ په ګډون له یوه سره هم نه دي لیدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG