د برازیل په ریو ډې جنیورو ښار کې د کال ٢٠١۴ ورلډ کپ جرمني وگټلو.
د جرمني ماریو گویټز لوبغاړي د اضافي وخت په دویمه برخه کې د ارجنټینا خلاف فیصله کن گول وکړو او دا رنگ يي هیواد دپاره ورلډ کپ وگټلو.
د دواړو ټیمانو ترمنځ د لوبې په مقرره وخت کې مقابله برابر وه.
جرمني او ارجنټینا ددې نه وړاندې دوه وار د فټ بال ورلډ کپ په فائنل میچونو کې جنگیدلې دي. ارجنټینا د کال ١٩٨٦ ورلډ کپ گټلی دی او د کال ١٩٩٠ ورلډ کپ جرمني گټلی دی. په جنوبي امریکا کې د ورلډ کپ اووه مقابلې شوي دي خو یو ورلډ کپ پکې هم کوم پورپي ټیم نه دی گټلی. جنوبي امریکا کې شوي د فټ بال ټولې ورلډ کپ مقابلې هم ددغه براعظم ټیمونو گټلې دي.
خو جرمني دا تاریخ بدل کړو او د جنوبي امریکې نه ورلډ کپ یوړلو.
د خالې په ورځ نیډرلینډز یا هالینډ د کال ٢٠١۴ کوربه هیواد برازیل ته په دریو گولو ماتی ورکړو او په ورلډ کپ کې يي دریم ځائې ونیولو.
برازیل د خوښې ټیم وو خو د برازیل فټ بال مینه والو لپاره په غیرمتوقعه او مایوس کن انداز يي سېمې فائنل کې جرمني نه د اووه په مقابله کې په یو گول ماتی وخوړو.
د برازیل نه پس به روس د کال ٢٠١٨ د فټ بال کوربه هیواد وي.