لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک د فاټا بې کوره خلکو له د ۱۱۴ملينه ډالرو مالي مرستې منظور کړي


د نړيوال بېنک ترمخه د سيمې خلکو سره به په دوه مرحلو کې مالي مرستې کولی شي.
د نړيوال بېنک ترمخه د سيمې خلکو سره به په دوه مرحلو کې مالي مرستې کولی شي.

نړيوال بېنک د پاکستان د قبايلي سيمو نه د تندروۍ او پوځي عملیاتو په ترڅ کې په لنډمهاله توګه بې کوره شوؤ خلکو د مالي مرستو دپاره ۱۱۴ملينه ډالره منظور کړي دي.

نړيوال بېنک ويلي په دغو پېسو به قبايلي سيمو کې د تندروۍ د پېښو نه اغېزمنو کورنو، د ماشومانو د صحت په څانګه او په سمدستي ډول د خوندي کولو په برخه کې کار کولی شي.

نړيوال بېنک ويلي په اګست ۲۰۱۵ کې د فاټا نه په لنډمهاله توګه کډه شوو خلکو د سمدستي مرستو په اصل پروژه کې ۷۵ملينه ډالره منظور کړي او بېنک وايي د دغه پروژې نه به د فاټا د شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، اورکزۍ، کرمه او خېبرايجنسۍ کې د اغېزمنو کورنو سره مرستې کيږي.

د بېنک د بيان ترمخه د اضافي مالي مرستو سره به د سيمې ۳۲۶۰۰۰ بې کوره اغېزمنو کورونو سره مرسته وشي، او په دغه پروژه کې شاملو کورنو کې به د دوه کالو نه کم عمر ماشومانو ۳۰۰۰۰۰ ماشومانو ته طبي اسانتياوې ورکړی شي.

پاکستان کې د نړيوال بېنک مشر الېنګو پېچمتو ويلي، " د بدامنۍ د حالاتو نه کډه شوي خلک چې بيرته خپلو سيمو ته ستنيږي هغوي مرستو ته اړتیا لري، او د سېوا مرستو مطلب دا دی چې دوي نوی پېل کړي".

د نړيوال بېنک ترمخه د سيمې خلکو سره به په دوه مرحلو کې مالي مرستې کولی شي، په يوه مرحله کې به يوې کورنۍ ته ۳۵۰۰۰ روپۍ، او په دوېمه مرحله کې به ۱۶ زره روپۍ په څلورو مياشتو کې د څلورو زرو روپو په حساب ورکولی شي.

دغه رنګ د سيمې نه د کډوال شوؤ ټولو کورنو سره به د ماشومانو د پاره ۲۵۰۰ روپۍ ورکولی شي.

د ورلډ بېنک د پروژې ټيم ليډر امجدظفرخان ويلي په سیمه کې د امنيتي چېلنجونو باوجود پروژې کاميابي ښايي د ګټې پورته کوونکو خلکو شمېره ورسره سېوا شوې ده.

د سیمې خلک او څيړونکې په دې نيوکې کوي چې د قبايلي علاقو نه کډه شوؤ خلکو دپاره وړاندې هم امدادونه شوي او په سيمه کې د ترقیاتي پروژو ادعاوې هم کيږي خو دويې وايي د سيمې د خلکو د امداد په نوم راغلې ټولې پېسې نه خو خلکو ته ورکړی شوي او نه په سم ډول کارول شوي دي.

قبايلي سیمو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې اېف ډي اېم ای د شمېرو ترمخه د يادو قبايلي سيمو نه نزدې څلور لاکه کورنۍ د بدامنۍ او پوځي عملياتو نه کډه شوې وې، چې پکې جنوبي وزيرستان ته د بيرته واپسۍ عمل د کال ۲۰۱۰ نه پېل شوی ؤ او دغه سلسله وخت په وخت روانه چې تراوسه دوام لري.

اېف ډي اېم ای ادعا کوي چې د قبايلي سيمو نه کډوال خلک تر ۹۰ فيصده پورې بيرته ستنې شوي دی.

د سيمې خلک دا تور هم لګوي چې بيرته ستنېدونکو د ترقياتي کارونو او امداد ورکولو ويل کيږي خو حقيقت داسې نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG