لاس رسیدونکی لینک

دينا واډیا ولې د خپل پلار جناح صېب په پاکستان کې نه اوسیدله؟ 


په پاکستان کې د ښونځيو په درسونو کې ښودل کېږي چې ياد هېواد محمد علي جناح د هندوستان د ملينونو مسلمانانو لپاره جوړ کړی وو خو د هغه يواځينۍ لور دينا واډيا په کراچۍ يا لاهور کې نا، د امريکې په نيو يارک ښار کې ژوند تېرول غوره کړي وو.

نوموړې په نيو يارک کې د ۹۸ کالو عمر کې وفات شوه.

په نزدې يوه پېړۍ عمر کې هغه پاکستان ته دوه ځله تلې وه. يو ځل د پلار د مړينې په خبر په ۱۹۴۸ کې او بيا په کال ۲۰۰۴م کې.

مطبوعاتي رپورټونه دتاريخ په حواله وايي میرمن واډیا د ١٧ کالو په عمر کې د پلار د رضا بغېر د خوښې واده کړې ؤ.

پاکستان د هغه وخت په هند کې د مسلمانانو لپاره جوړشوی وو. خو د جوړېدو وروسته اکثريتي سني مسلمانانو په ورو ورو د نورو مسلکونو مسلمانان په اقليتي ‌‌‌‌‌‌ډلو کې ورشمېر کړل.

هم په دغو هڅو کې د هېواد د باني محمد علي جناح [پارسي] مذهب اوس يو اقليتي ‌‌‌‌‌‌ډله پاتې شوې ده. شيعه مسلمانان هم لږه کۍ ‌‌‌‌‌‌ډله ګڼل کېږي او احمدي ‌‌‌‌‌‌ډله په قانوني توګه غېر مسلمه ګرځول شوې ده.

د جناح جوړ پاکستان بیا په کال ۱۹۷۱م کې د نسلي امتياز په سر په منځ نيم شو. په بنګال کې مېشتو خلکو ځان د محرومۍ سره مخ ګڼلو او دا يې ويل چې لويديځ پاکستان يې د درېمې درجې وګړي ګڼي.

د بنګالۍ سرکاري ژبې غورځنګ، د برابرۍ د حقونو نشتوالی، د لويديځ پاکستان د اثر لاندې ساتنه او په کال ۱۹۷۰کې ختيځ پاکستان کې د عوامي ليګ انتخابات ګټل هغه اسباب وو چې هلته پوځي عمليات وشو په لاکونو خلک ووژل شو خو په ۱۶م دسمبر کال ۱۹۷۱م کې بنګله دېش ځانله ملک جوړ شو او پاکستان په منځ دوه ځايه شو.

خبريال او څیړونکی مرتضی سولنګي وايي چې جناح د پاکستان لومړۍ دستور سازه اسمبلۍ ته په ۱۱م اګست ۱۹۴۷ کې په خپله وېنا کې ويلي ؤ چې تاسو ازاد يئ، خپلو مندورنو ته په تلو کې، خپلو جوماتونو ته او تاسو د عبادت هر ځای ته تلی شئ، که ستاسو تعلق د هر مذهب ، ذات يا نسل سره وي، د رياست به د دې سره هيڅ کار نه وي.

نوموړي خبريال دا خبره يوې برتانوي خبري ادارې سره په مرکه کې کړې چې د پاکستان د دولتي رسنۍ په لائبرېرۍ کې د جناح دغه تقرير نشته، او ويل کيږي چې دا پوځي آمر ضياالحق په وخت کې غېب کړی شوی دی.

د پاکستان د باني جناح د لور واډيا په مړينه د پاکستان صدر ممنون حسېن او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاکستان د خلکو په استازيتوب د خفګان څرګندونه کړې ده.

په ټولنيزو وېب پاڼو د سياسي ګوندونو مشرانو هم د واډيا په مړينه غمرازي کړې ده.

د جناح مسلم ليګ ډله اوس په پاکستان کې په څو نومونو (ق)، (ن) او نورو ټوټې شوې ده او هر ګوند يې د جناح د مسلم لیګ ادعا کوي، د مسلم ليګ (ن) مشر او د ملک مخکنی وزيراعظم نوازشريف دا وخت د احتساب د يوې مقدمې سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG