لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مرغانو انفلوینزا په اړه خبرونه دې سوا کړی شي. ډبلیو اېچ او


د مرغانو د انفلوینزا بیلا بیل قسمونه د تیر کال راهیسي په اروپا او اسیا کې خپاره شویدي او په ځینو هیوادونو کې د چرګانو په یوځاي د حلالولو ګڼې پېښې هم شته.

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او له روغتیايي چارواکو څخه غوښتي دي چې د مرغانو د انفلوینزا په اړه د خبرونو او رپورټونو ورکولو کچه لوړه کړي.

ډبلیو اېچ او له ټولو هیوادونو څخه غوښتي دي چې په مرغانو او چرګانو کې د وژونکي اوین انفلویزا د خپریدو جدي څارنه وکړي او که په انسانانو کې یې کومه پېښه ولیدل شي نو په چټکۍ سره دې د هغې راپور ورکړي.

د ډبلیو اېچ او مشره مارګریت چن وايي: (نړۍ د انفلوینزا د راتلونکي خپراوي لپاره بیداره ده خو پر وړاندې یې چمتوالي کافي نه دي. زه له ټولو هیوادونو څخه غواړم چې په انسانانو او مرغانو کې د ایوین انفلوینزا جدي څارنه وکړي. یواځې د تیر نومبر د میاشتې راهیسې په نږدې ۴۰ هیوادونو کې ددغه وایرس د خپریدو راپورونه ترلاسه شویدي چې له همدې امله یې د روغتیا نړیواله اداره د بشپړ بیداري حالت ته رسولې ده.)

نوموړې وړاندې وویل د یادې ناروغۍ وروستی خپراوی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پیل شوی ښيې چې ددغه وایرس پېښې زیاتې شویدي.

چن دا هم وویل چې د انفلوینزا یوه پېښه هم باید له پامه وه نه غورځول شي.

د مرغانو د انفلوینزا بیلا بیل ډولونه د تیر کال راهیسي په اروپا او اسیا کې خپاره شویدي چې له امله یې په ځینو هیوادونو کې د چرګانو په یوځاي د حلالولو ګڼې پېښې هم شته. دغه وایرس په چین کې یوشمیر انسانان هم وژلي دي.

د انفلوینزا اېچ پنځه ان شپږ ډول يې تر ټولو خطرناک دی پداسې حال کې چې اېچ اوه ان نهه ډول یې هم د ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسي زیات انسانان اخته کړي چې ۳۹ فیصده یې وژونکي وه.

د جینوا غونډې ته د چین استازي ډاډ ورکړ چې د مرغانو د انفلوینزا ددغه وایرس د خپراوي په اړه به هرډول معلومات د روغتیا د نړیوالې ادارې سره شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG