لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او: نړۍ کې هرکال ٨٠٠٠٠٠ کسان خپل ځان خپله وژني


People light candles inside Our Lady of Aparecida Basilica, the temple of Brazil’s patron saint, in Aparecida.
People light candles inside Our Lady of Aparecida Basilica, the temple of Brazil’s patron saint, in Aparecida.

د صحت د نړیوالې ادارې ورلډ هیلت ارگنایزیشن یا ډبلیو ایچ او یو رپورټ وايي په نړۍ کې هر کال ٨٠٠٠٠٠ کسان خپل ځان خپله وژني یا خود کشي کوي.

د سپبټبمر په لسمه نیټه "ورلډ سویسایډ پروینشن ډیف یا د خودکشۍ د مخنیوي ورځ نمانځل کیږي. د سږ کال په موقع ډبلیو ایچ او ځان وژني په مخنیوي کې د میډیا یا د مطبوعاتو په کردار زور اچولی دی. اداره وايي مطبوعات د ځان وژنې په مخه نیولو کې اهم کردار ادا کولی شي.

په نړۍ کی هر څلویښت سیکنډ پس یونه یو تن خپل ځان خپله وژني او د ځان وژنې د یوې پیښې په سر شل نور کسان، چې زیاتره ځوانان وي، د خپل ژوند خپله خپله د اخیستلو کوښښ کوي.

ډبلیو ایچ او وايي د ١٥ او ٢٩ کلونو د عمر خلکو کې خودکشي د مرگ دویم لوې سبب دی.

د رپورټ تر مخه د ٧٨ فيصد نه زیاتې خودکشۍ د کم امدن او یا د منځني امدن په هیوادونو کې رامنځته کیږی چرته چي د ذهني ناروغتیه سره د خوکشۍ شرح نوره هم زیاتیږي. په خاصه توګه هغه خلک چي د ذهني فشار سره مخ وي او یا د خفګان له وجي زیات شراب استعمالوي.

رپورټ وايي چي د خوکشۍ یا د ځان وژنې په کمه ولو کې میډیا په ذمه وارۍ د رپورټنگ د لارې کردار ادا کولی شي.

په ډبلیو ایچ او کی د ذهني صحت کار پوهه الیګزینډرا فلیشمن امریکا غږ ته وویل زیاتره خلک د خودکشي په اړه خبرې نه کوي ځکه چي په ټولنه کی دې ته په ښه سترګه نه کتل کیږي. هغه زیاته وي چي خبریالان دغه سوچ بدلولي شي او خلکو ته حوصله ورکولي شي چي د خپل ذهني دباو په اړه په ډاګه خبري وکړيی او د خلکو نه کومک ترلاسه کړي.

دا هم مهمه ده چی خلک مخکې راشي او ميډیا سره په هرهغه څه په ګډه کار وکړي چې خلک پرې زیاتره خاموش پاتې کیږي.

ډبلیو ایچ او ايي کوم خلک چي خپل ځان وژني مډیا ته نه دي پکار چي تصویرونه او يي خبرونه په ښکاره ډول خپاره کړي.

د صحت نړیوالې ادارې خبرداری ورکړو چې په نامناسبه توګه دغه خبرونو خپرولو سره د خوکشي شرح زیاتیدې شي.

د رپورټ ترمخه زیاتره خلک د زهرجن خوراک او یا د ټوپک په لار ځانونه وژني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG