لاس رسیدونکی لینک

د جولايي د میاشت ٢٨ مه نیټه د زیړي نړي والې ورځ په توگه نمانځلی کیږي


په نقشه کې هغه هیوادونه ښودل شوي چرته چې د زیړي یا د یرقان مرض وجود لري

د ملگرو ملتونو په انتظام د جولايي د میاشت ٢٨ مه نیټه د زیړي د نړي والې ورځ په توگه نمانځلی کیږي چې دا رنگ نړۍ په اتحاد ددې مرض د مخنیوي دپاره کوښښونه وکړي. بلخوا ماهرین وايي په پاکستان کې د زیړي ناروغۍ وبايي شکل اختیار کړی دی.

د ملگرو ملتونو د صحت عالمي ادارې ورلډ هیلت ارگنایزیشن یا ډبلیو ایچ او ترمخه په کال ٢٠١٥ م کې د نړۍ درې سوه پنځویش میلینه خلک د زیړي د بي او سي قسمونو د جراثیم نه متاثره شول چې پکې یو اشاریه څلور دیرش میلینه خلکو ژوند دلاسه ورکړو.

اداره وايي تر کال ٢٠٣٠ م پورې اولسي ژوند ته د خطر د دې ناروغۍ د نوي فیصد پورې مخنیوی ممکن دی او تر د پنځه شپته فیصد پورې زیړي د مریضانو د مرگ هم مخه نیول کیدی شي. او مامورین وايي داسې کیدل هله ممکنه ده چې د نړۍ ملکونه سیاسي اراده ولري او ددې مرض د نوغي ویستلو دپاره په ضروري وسیلو پیسه ولگوي.

ماهرین وايي د هیپټایټس د بي او سي وبا مخنیوي ماشومانو د ویکسینیشن په زریعه ممکنه ده. د زیړي مرض د افریقي او د بحرالکاهل د غربي ساحل سیمې زیاتې متاثر کړې دي.

د ډبلیو ایچ او د ایډز او د زیړي د مخنیوي پروگرام مشر گاټ فریډ هینسشیل زیړي په علاج کې ډیر پرمختگ شوی دی. وي او ای سره خبرو کې هغه وویل تر اوسه پورې د زیړي څه ډیر ښه علاج موجود نه وو خو اوس ښې دوایاني بازار ته راغلې دي.

فریډ هینسشیل وايي د دریو میاشتو دپاره د دوا خوړلو په زریعه پنځه نوي مریضان صحت یاب شي او که څوک په وړمبي ځل دوا په استعمال صحت مند نشي نو متبادل علاج یي ولټول شي.

هینسشیل وايي ددې انقلابي دوایانو په لاره کې ددې زیات قیمت هم یو خنډ وو چې پرمخته تلونکو هیوادونو کې د دریو میاشت د علاج خرچ څلور اتیه زره ډالر وو خو دا دوه سوه شپیته او دوه سوه اتیه ډالرو ته را کم شوی دی.

په نړۍ کې د زیړي ښکار ٧٠ فیصد خلک په اته ویشتو هیوادونو کې میشته دي چرته چې څیړنې ښايي ددې مرض د خاتمي دپاره کوښښونه تند کړی شوي دي.

په پاکستان کې د زیړي یا د یرقان رنځ د وبا شکل اختیار کړی دی او په هیواد کې هر کال په لکونو خلک ددې مرض ښکار کیږي. دا خبره د صحت ماهرین کوي

د پاکستان د زیړي مرض د مطالعې ادارې یا هیپټالوجي سوسایټي مشر ډاکټر جاوید اقبال فاروقي وي او ای ډیوه ته ویلي په پاکستان کې هر کال شا او خوا دوه نیمه لکه کسان د زیړي ښکار کیږي خو علاج یوازې تر د ٧٠٠٠٠ پورې خلکو وشي چې ښايي د یرقان د مریضانو شمیره مخ په زیاتي ده.

ماهرین وايي په پاکستان کې د زیړي د مریضانو شمیره د چین برابر ده چې د پاکستان نه ډیره زیاته ابادي لري او واضحه کوي چې د ابادۍ په لحاظ په پاکستان کې د دې مرض ښکار خلکو شرح د چین نه هم زیاته ده

یرقان یا زیړی د خوراک او د اوبو دلارې خوریږي او ماهرین وايي گڼ شمیر داسې هم وي چې په خپل بدن کې د مرض د شته والي نه ناخبره وي نو ځکه خلکو ته پکار ده چې د خپل وینې معاینه دې کوي چې دا معلومه شي چي ایا دغه ناروغي لري او که نا؟

XS
SM
MD
LG