لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک او وزيرستان کې د دوؤ طالب کمانډرانو په گډون شپږ کسان وژل شوي


شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو يو ځايې کمانډر سره د درې نورو ملگرو په ډزو وژل شوی دی
شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو يو ځايې کمانډر سره د درې نورو ملگرو په ډزو وژل شوی دی

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو يو ځايې کمانډر سره د درې نورو ملگرو په ډزو وژل شوی دی . بله پېښه د ټانک په حېدر گړۍ نومې علاقه کې رامنځته شوې او د طالبانو د اول خان بېټني ډلې يو مهم کمانډر پکې وژل شوی دی ،


دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو يو ځايې کمانډر سره د درې نورو ملگرو په ډزو وژل شوی دی . بله پېښه د ټانک په حېدر گړۍ نومې علاقه کې رامنځته شوې او د طالبانو د اول خان بېټني ډلې يو مهم کمانډر پکې وژل شوی دی ، د راپورونو ترمخه په دغه پېښه کې د امن لښکر يو غړی هم وژل شوی .
د شمالي وزيرستان ميران شاه په تپي علاقه کې تېره شپه نامالومه وسله والو د طالبانو په يو ځايي کمانډر سره د درې نورو ملگرو ډزې وکړې ، چې په نتيجه کې يې په نخښه شوي څلورو واړه کسان د کمانډر سره وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه وژل شوی طالب کمانډر شفيق نوميږي او نور درې د هغه ملگري وو ، او د پېښې وروستو حمله کوؤنکي کسان په تېښته کې بريالي شوي دي .
سرچينې وايې پېښه د وسله والو طالبانو د دوه ډلو په منځ کې د نښتې په نتيجه کې رامنځته شوې ده .
بلخوا ته د ټانک په حېدر گړۍ نومې علاقه کې پوځ او امن لښکر د يو بل وسله طالب کمانډر شاکر په کور چهاپه وهلې ، او په دغه مهال نښته شوې ده .
د سيمې نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه نښته کې کمانډر شاکر وژل شوی دی . او په مقابله کې د امن لښکر يو غړی حېدرخان مړ او يو پوځي سرتېری ژوبل شوی دی .
وئيل کيږي کمانډر شاکر د طالبانو د اول خان بېټني ډلې مهمه کمانډر ؤ . او د اول خان بېټني ډلي د حقاني شبکې سره يې نزدې اړيکي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG