لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایټمي وسلې ترهگرو د لاسونو نه محفوظ ساتلو په اړه د ماهرینو خبرداری


د ایټمي ازموئنې تصویر
د ایټمي ازموئنې تصویر

په نړي واله کچه د ایټمي وسلو د تحفظ یقیني کولو په خاطر په واشنگټن کې ائنده هفته د ٥٠ نه زیاتو هیوادونو سرمشران د نیوکلئیر سکیورټي سمټ ٢٠١٦ په نوم غونډه کې یوځائې کیدونکې دي.

دا مشران به د هغه ایټمي وسلو او د تابکارۍ موادو د حفاظت په لارو چارو غور کوي چې دا وخت نسبتاً غیر محفوظه گڼلی کیږي. که یوا د ایټمي موادو د تحفظ په اړه تشویش زیات دی نو بل اړخته غلطو لاسونو ته د نیوکلیائي موادو د ورتگ خطر هم ډیر دی.

د یورپي هیوادونو په سرښارونو کې د داعش ورستۍ حملې ښائي چې دا ډله د غربي نړۍ جدید حفاظتي انتظاماتو کې هم درزونه کولی شي. په پیرس او په برسلز حملو کې په لویه کچه جاني او مالي نقصان کړی دی.

خو که چرې ددغه قسمه حملو دپاره د وسله والو په لاسونو کې ایټمي مواد وی نو بیا د تاوان اندازه کول هم گران دي.

په واشنگټن کې د هیرټیج فاونډیشن څیړنکاره مي کیلا ډاج وايي د غیر محفوظ ایټمي موادو مسله دا ده چې د غیرقانوني ایټمي وسلو په تیارۍ کې استعمالیدی شي او که چرې دا د غیر‏ریاستي قوتونو په لاسو ورشي نو سنگین مسائل راپورته کولی شي نو ځکه دا ډیر سنگین خطر دی.

هم دا میاشت عراقي مامورینو په داعش په کرکوک ښار کې د کیمیاوي راکټو د استعمالولو الزام ولگولو. په دغه حمله کې تر شپږ سوو پورې کسان زخمیان شول. دا خبره څومره امکان لري چې د داعش غوندې ډلې ایټمي وسلې هم په خپل وسله تون کې شاملولی شي؟

په دې اړه د پارټنرشپ فار گلوبل سکیورټي نومې ادارې څیړنکاره مشیل کین وايي وسله والې ډلې د ایټمي او د تابکاری موادو په تکل دي.

میرمن میشیل وايي په پراخه کچه تباهۍ دپاره ضروري نه ده چې ترهگر ډلې په مکمل توگه جوړي ایم بم ترلاسه کړي بلکه دغه مقصد په دیسې توگه د جوړ ایټمي موادونه نه هم اخیستل کیدی شي.

هم ددغه رنگ خطراتو په تناظر کې هغه هیوادونو چې ایټمي وسلې لري، د دغه وسلو دپاره حفاظتي انتظامات سخت کړې دي.

په واشنگټن کې ددې میاشت په اخیره کې د نیوکلئیر سکیورټي په موضوع کیدونکې د سرمشرانو په غونډه کې به هم په دې موضوع غور کولی شي.

په پاکستان کې په ترهگرۍ کې د اضافي او په گڼ شمیر حساسو عسکري مرکزونو د وسله والو زړه ورو حملو په نړي واله کچه د پاکستان د ایټمي وسلو د تحفظ په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

که څه هم پاکستاني مامورین وايي ایټمي وسله يي د سختو امنیتي اقداماتو د لاندې محفوظې دي، خو امریکائي چارواکې وخت په وخت په دې موضوع د پاکستان سره خبرې اترې کوي.

ماهرین وايي پاکستان د ایټمي وسلو د تحفظ دپاره امریکې پاکستان سره د میلینونو ډالرو مالي او ټیکنیکل کومک کړی دی.

په واشنگټن کې د نیوکلئیرسکیورټي په موضوع د مارچ د میاشت په اخیره کې کیدونکې د سر مشرانو د غونډې په اړه په اسلام آباد کې د خارجه وزارت ترجمان محمد نفیس زکریه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل پاکستان د نیوکلیئر سکیورټي کانفرنس د تیارۍ په عمل کې شامل دی او غواړي چې د غونډې نتائج د پاکستان د مفاداتو سره سم وي.

ترجمان وايي په دې عمل د پاکستان مثبت شمولیت ایټمي وسلو د تحفظ دپاره د پاکستان مظبوط کمانډ انیډ کنټرول نظام په ډاگه کړی دی.

ماهرین په دې نظر دي چې که چري ایټمي قوتونه غواړي چې ایټمي وسلې دې په امن کې او د ورانکارو د لاسونو نه لري وي نو په دې مد کې به د یو بل سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG