لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنگټن کې هغه کتابونو نندارتون چې بندیزونه پرې لگیدلي دي


د امریکی سرښار واشنگټن کښې اولسي کتابخانې نظام په گرد ښار کښې ځائی په ځائی د هاغه کتابونو په سلهاؤ نسخې پټې ایښودي چې په لوست یې په ځیني ځایونو کښې بندیز لگیدلی دی. هاغه کسان چې دغه کتابونه راپیدا کړي نو په انعام کښې به دغه کتابونه د دوي شي.

په واشنگټن کښې د ډو اېن ډی ضلعې یوه کتب خانه کښې میرمن کیټي شوارټز شپږ داسې کتابونو پسې گرځي چې په لوست یې یه ځیني ځایونو کښې بندیز دی. کیټي شوارټز غواړي چې دا کتابونه وگټي.

میرمن شوارټز وايي "زه چې دلته راتلم نو ما وړاندې نه څلور دغه کتابونه پیدا کړي او ماله یوازې دوه نورو پسې گرځیدل پکار دي. ما چې وړومبی کوم کتاب وموندو هغه په تور کاغذ کښې انغښتلی او بل چا سره دا نیشته."

په واشنگټن کښې یو کتاب باندې هم د لوست یا د چاپ بندیز نشته، کیټي شوارټز وايي حیرانه ده چې امریکه کښې داسې هم کیږي.

کیټي شوارټز وايی د خپلو حقوقو پالنه او دې لپاره غږ پورته کول د هر امریکني حق دی. امریکنیان دا حق هم لري چې پخپله د هغه څه نه ډډه وکړي چې دوي ځان لپاره غوره نه گڼي او بیا کتاب پحقله خو خوښه ناخوخه ډیره آسانه ده.

په کتب خانه کښې یو بل گاهک ښاغلې ليرک پرنس یو کتاب فارنهائیټ ۴٥١(451) راخستی. دا کتاب یو ناول دی د کوم قیصه چې امریکه کښې د کتابونو بندیز او د دې د سوزولو په اړه ده.

په دې کتاب د امریکا ځیني برخو کښې بندیز په دې وجه و چې دې کښې د عیسايي مذهب مقدس کتاب انجیل د سوزولو او دغه وخت د سپکو سپورو خبرو ذکر شوی.

ښاغلې پرنس وايي حیران نه دی چې امریکه کښې اوس هم د شپیتو کالو راهسې په ځیني کتابونو بندیز دی.

پرنس وايي په امریکا کښې ډیر ځایونه داسې شته چرته چې روښانه فکر سره خلق اتفاق نه کوي.

د واشنگټن دې ولسي کتب خانه کښې لینیا هیگارټي چې د واشنگټن ډي سي اولسي کتب خانو د انتظام مشره دا وايي زیاتره هغه کتابونه د بندیز ښکار کیږي چې په سیاسي یا جنسي جذباتو لیکل شوي وي.

لینیا هیگارټي وايي د هغه کورنو په اړه کتابونه چرته چې دوه پلاران یا دوه مېندې وي یا پکښې د جنگ قیصه وي خصوصاً هغه جنگونه د کوم پشا چې سیاسي مقاصدو ذکر وي اکثره پرې بندیز ولگي.

په امریکا کښې د بندیز ښکار کتابونو اونی نمانځلو کښې د ډیرو ډلو لاس دی. دوي کښې یوه امیریکن لائیبریري ایسوسي اېشن هم ده. دا ایسوسي ایشن هر کال د لس هاغه کتابونو د نومونو فهرست هم جاري کوي د کومو د لرې کولو یا د شلولو هڅې شوې وي.

ښاغلې جولېس جیفرسن جونئیر امیریکن لائبریري اېسوسي اېشن سره کار کوي.

جولیس جیفرسن وویل هغه کتابونه چې د نفرت ښکار شي کښې اکثره داسې کتابونه شامل وي چې د هم جنس پرستو، نرښځو، رنگ نسل یا د مذهب په اړه لیکل شوي وي. په ډیرو کتابونو بندیز د مور پلار دلاسه هم لگي چې خواست وکی یو خاص کتاب دې بند شي ځکه چې دوي نه غواړي د دوي بچي دا ولولي.

ښاغلې جیفرسن وايي امېریکن لائیبریري اېسوسي اېشن مخې ته تیر کال ٢٥٠ داسې کتابونه راغلې و چې په کتاب خانو کښې د چیلنجونو سره مخ شوي وو خو د خوند خبره دا ده چې دې کښې په ډیرو کمو پاندي ولگیده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG