لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دا مې ګناه ده چې پښتون یم ؟


د جنرال حمید ګل او کرنل امام په شان خلکو په دې ډاډ، پښتانه په خپلو جاموکې نه ځایدل چې دا ډیر غیرتي قام دی او کله مغلوب نه دې پاتې.
د جنرال حمید ګل او کرنل امام په شان خلکو په دې ډاډ، پښتانه په خپلو جاموکې نه ځایدل چې دا ډیر غیرتي قام دی او کله مغلوب نه دې پاتې.

زاهد خټک

د پېښور ښار د خونړۍ پیښی یو اونۍ اوشوه خوپا کستانی اولس او په خاصه توګه پښتانه وس هم د دې سوالونو ځوابونه لټوي چې اخر ولې؟ او ګناه مو څه ده؟

زه حیران یم چې دوي څه رنګ خپله ګناه نه ویني؟ نورې نړۍ ته خو د لمر په شان ښکاره ده. ګناه دا نه چې پښتانه دي بلکه ګناه دا ده چې تل یې ځان د بل په لاس لوبولو ته سپارلی او پرې ویاړ کوي.

د کشمیرسیندونه د پنجاب په ګټه وو او پښتنو د هندو نه کشمیر خلاصولو لپاره بغېر د تنخواه جنګ کولو. د یهودو او عربانو سیمه ایزې جګړې ګټلو لپاره پښتنو په غاړه ټوپک راخیستی او په خپله خاوره فلسطین ګټي. دپاکستان پوځ د (سټراټیجک ډیپت) دفاع او د عربو او غربي نړۍ سرمایه دارو حفاظت لپاره د شوروي اتحاد خلاف جنګ ته د جهاد نوم ورکړو. د جنرال حمید ګل او کرنل امام په شان خلکو په دې ډاډ،پښتانه په خپلو جاموکې نه ځایدل چې دا ډیر غیرتي قام دی او کله مغلوب نه دې پاتې.

افغانستان کې د پاکستان پوځ سټراټیجکی ګټو لپاره طالبان په اقتدار قابض کړی شول نو د جوماتونو په خطبو کې به مثالونه ورکړی کیدل.ورته چندې راټولیدې. خو چا هم هغه ظلمونه په ګوته نه کړل چې د طالبانو د واک لاندې کیدل بلکه جمعیت علماء اسلام (ف)،جمعیت علماء اسلام (س)، او د جماعت اسلامي په شان سیاسي ګوندونو چې مشران یی هم پښتانه وو، د طالبانو دور د اسلامي ریاست نمونه وګرځوله.

کال ۲۰۰۱ ستمبر ۱۱مه باندې القاعده په امریکا ترهګر برید وکړو نو ورته د اللهعذاب اويېل شو. امریکه د خپل مطلوب تن (اسامه بن لادن) د سپارلوغږ اوکړو نو د بل په وینا اسامهمیلمه وګرځېدو- امریکه د بن لادن په لټون کې راغله نو یو ځل بیا د جهاد په نوم د خپلو غوښو او وینو بازار ګرم شو. د پاکستان ایبټ اباد ښار کې، د پاکستان پوځی چهاوڼۍ په خوا کې، چې کله امریکایانو بن لادن ووژلو نو چا هم دا سوال او نه کړو چې د ګردی نړۍ مطلوب تن څنګه دغلته پټ ناست وو؟ بلکه د دغه ترهګر لپاره داسې ماتم خور شو لکه د پښتنو سکه ورور چې چا وژلې وي.

کال ۲۰۰۵م د لندنترهګرو بمي حملو کې د ۵۰ نه سوا خلک ووژل شو نو ایماني جذبې ورته تازه ښکاره شوې. کال ۲۰۰۸م کې د هند ممبۍ ښار کې د ۳ ورځو پوری د ۱۵۰ نه زیاتو خلکو قتلِ عام کیدو نو ملامته کېدل خو لا غټه خبره، هندانو ته تکلیف ورکولو باندې د ډیرو زړونه یخ شول- نن هم دغه هنود و نصاری، د ماشومانو په دې وحشتناکه وژنهد ماتم په لومړي صفونو کې ولاړ دي-او د چا لپاره چې پښتنوباندې لوبې کیږي هغه عربانو ېي ډاډګیرنه هم ونه کړه.

اوس هم د پاکستان ځنې ټي ـ وي اینکران او څیړنکاران پښتنوته دا باور ورکولو کې بوخت دي چې دا د طالبانو کار نه دی بلکه ارو مرو دا د هغه بهرني لاسونو کار دی څوک چې د اسلام قلعه (پاکستان) نړول غواړي- دا هم هغه جرنلسټان دي کومو چې د تندروه فکر تخم کرلو لپاره په فرضي نومونو تل زهرجن، د کرکې او نفرت نه ډک مواد لیکلې- هم دغه د پاکستان میډیا د اسلام آباد لال مسجد تندروؤ پرضد شويکاروا يانې د قیامت سره سمه ګرځوله. نن هم د دغه جوما ت سرکاري خطیب د پښتنو تنکي ګلونو قاتلانو ته بد ویلو ته هم تیار نه دی- خو څوک هم د هغه نه ددې تپوس کولو جرات نه شي کولې.

فضل الله چې کله د څوارلس کلنې ملاله په سر د ویشتو ناوړه منصوبه عملي کړه نو ډیرو ویل دا خو ډرامه ده
فضل الله چې کله د څوارلس کلنې ملاله په سر د ویشتو ناوړه منصوبه عملي کړه نو ډیرو ویل دا خو ډرامه ده

سوات کې فضل الله ته د اسلام په نوم د پیسو نه واخله تر د کور د ښځو د سروکالو هم چنده کړی شو- هم دغه فضل الله چې کله د څوارلس کلنې ملاله په سر د ویشتو ناوړه منصوبه عملي کړه نو ډیرو ویل دا خو ډرامه ده.

د کم شمیره عقیدو خلکو خو به اډو نوم نه اخلم، هغوي خواران نه خو څوک پاکستانیان ګني او نه انسانان. که شیعه مسلمانان دي او که احمدي، که عیسايان دي او که هندوان، کله د مذهب د سپکاوي په تور سوزول کیږي او کله په بمونو الوځول کیږي- د هغوي په غم کې چا هم د اختر خوشالۍ په سادګۍ و نه نمانځلې- خو نن هم دغه عیسایان د انسانېت ثبوت په توګه خپل کرسمس په سادګۍ نمانځي.

په پښتنو کې کله چا دا پوښتنه هم ونه کړهچې د ترهګرو ټولې ژالې خو په سویلي پنجاب کې موندل کېږي،د داعش تندروه ډلې کمانډرانو ویډیوګانې د پنجاب په ګجرانواله ښار کې ریکارډ کیږي نو بیا هلته عملیات ولې نهکېږي؟

تاریخ به دا ګناه هم یادوي چې پښتنو داسې مشران ټاکلي وو، چې هغوي د دغه ماشومانو د قاتلانو په طرف ښکاري- دغه مشران طالب ترهګرو ته شهیدان واېي- اسلام اباد کې د دریو میاشتو پورې ناست دغه د پښتنو لخوا ټاکل شوي سیاسي مشرانو د ملک نظام بدلولو نعرې خو وهي، خود صوبې د تعلیمي نصاب نه،د عدم تشدد مثال باچا خان مضمون لرې کولو، اود دغېپه ځاې تندره مواد شاملولو ته د اسلام خدمت واېي.

د پیښور سکول حملي وروستو، د پاکستان واکمنو د افغانستان نه د مولا فضل الله نیولوغوښتنه اوکړه خو څوک دا سوال نه شي کولی چې تر ۱۰ کالو پورې پاکستان ولې د حقاني ډلې مشران لکه د مېلمنو ساتل؟

کاش چی پښتانه د رحمان بابا دې شعرونو باندی بیا سره غور اوکړي-

کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې

چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

اذغي مه کره، په خپو کی به دی خار شي

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG