لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به د افغانستان بهر د وسله والو پر پناه ځایونو فشار راوړي: جان نکلسن


په افغانستان کې د ناټو عسکرو مشر جنرال جان نکلسن وایې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له مخې به د افغانستان بهر د وسله والو په پناه ځایونو فشارونه زیات شي.

د امریکا په نوې تګلاره کې چې تېره اونۍ د صدر ډانالډ ټرمپ لخوا اعلان شوه، له ترهګرۍ سره په مبارزې کې له افغانستان سره د مرستو او په پاکستان د فشار راوړلو خبره شوې ده.

څیړونکي وايي د پاکستان پوځ له خپل ګاونډي او مخالفه هندوستان سره د مقابلې په خاطر د نورو سخت دریځو ترڅنګ، افغان طالبان هم روزوي.

جنرال جان نکلسن له امریکا غږ اشنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې نوې تګلاره به له افغان حکومت سره د خپل حاکمیت د پراخولو په کار کې ډیره مرسته وکړي.

نکلسن په افغانستان کې د داعش ډلې موجودیت ته په اشارې کې ویلي دغه ډله به په راتلونکې کې له منځه یوړل شي " موږ په نږدې وخت کې داعش ماتوو."

دغه جګپوري امريکايي جنرال ویلي چې ځواکونه به یې د مهال ویش پر اساس نه بلکې حالاتو ته په پام به افغانستان کې خپل ماموریت سرته ورسوي.

نیکلسن زیاته کړه چې امریکا به له افغان پوځیانو سره مرستې ته دوام ورکړي او پدې لړ کې د روان کال په مني کې د افغانستان هوايي پوځ ته د بلیک هاک په نامه هلي کاپټرې ورکول کیږي.

د جنرال نکلسن په باور پر طالبانو فشار به ددې لامل شي څو دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

د امریکا غږ له خبریال حکمت سروش سره د جنرال نیکلسن سره دغه مرکه دلته لیدلې شئ.

امریکا به د افغانستان بهر د وسله والو پر پناه ځایونو فشار راوړي: جان نکلسن
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG