لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونه د موصل نیولو ته نژدې شوي


په موصل کې د داعش وروستۍ دفاعي لیکې ماتې شوي او د عراق دولتي ځواکونه دعوه کړې په راتلونکو څو ساعتونو کې به دغه ښار د مکمله توګه ونیسي.

د عراق دویم لوې ښار موصل په ٢٠١۴ کې د دولت اسلامي یا داعش ډلې ونیو او ددې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په کې خپل خلافت اعلان کړی وو.

په داسې حال کې چې د داعش یو شمیر جگړه ماران لاهم د موصل په زاړه ښار کې پراته دي، عراقي پوځ پرته له دې چې د ښار د بشپړه ازادیدو رسمي اعلان وشي، د دجله سیند په غاړه په خوشحالیو او د بریالیتوب په جشنونو پیل کړی دی.

د عراق دولتي ځواکونو چې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د هوایي ملاتړ مرستې ورسره دي، د موصل ښار د بیرته نیولو جگړه اته میاشتې مخکې پیل کړې وه.

د مرستندویه ټولنو په وینا ددې جگړې په ترڅ کې نهه سوه زره کسان چې ددې ښار له جگړې دمخه نیمایي نفوس کیږي، د خپلو کورونو نه بیځایه شوي او په زرگونو کسان په جگړو کې وژل شوي هم دي.

د عراق دولتي ټي وي د شنبې په ورځ وویلي د هیواد امنیتي ځواکونه به په راتلونکو څو ساعتونو کې د موصل ښار مکمل کنټرول ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې دي چې د داعش سخت دریځه اوس یواځې د ښار په څو سیمو کې خپلې اخرۍ جګړې ته دوام ورکوي.

د رایټرز خبري ادارې ترمخه د داعش د پاتې شونو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه او د توپ ډزې روانې دي.

د عراق دولتي ټي وي د پوځ د یو ویاند حسین علوي له خولې ویلي چې یاغیان د خپلې ولکې لاندې ساحو د ساتلو لپاره له نښه ویشتونکو، لاسي بمونو او ځانمرگو بمي بریدگرو نه استفاده کوي. د عراقي قوماندانانو په وینا جگړه اوس کوڅه په کوڅه روانه ده.

دولتي ټیلویژن ویلي دي د شنبې په ورځ په سلگونو داعشیان ووژل شول او یو شمیر یې د دجله رود څخه په لامبو تیرشوي او تښتیدلي دي.

د عراق وزیراعظم حیدر العبادي وروسته له هغې چې دولتي ځواکونو د النوري جامع جومات ونیو، یوه اونۍ دمخه یې د اسلامي دولت د ډلې د خلافت پای اعلان کړه، خو هغه وویل چې لا هم ځنې سیمې د داعش تر کنټرول لاندې دي.

د ملگرو ملتونو د اندازو ترمخه د موصل ښار د زیربنایي تاسیساتو بیرته رغول ښایي یو میلیارډ ډالر لگښت ولري.

همداشان یو بله اندیښنه داده چې د ښار د سقوط وروسته ښایي د عربانو او کردانو او یا هم د سنيانو او د عراق د شیعه اکثریت ترمنځ د لانجمنو سیمو د مالکیت پر سر قومي او فرقوي مشکلات رامنځ ته شي، کومو ستونزو چې عراق د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG