لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ خلک د ١٢مئ په پيښو د افتخار چوهدري نه مايوسه دي


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودهري نن ريټاير شو
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودهري نن ريټاير شو

په کراچۍ کې وکيلان او خلک وايې افتخار محمد چودهري به هر څه کړي وي خو په کراچۍ کې چې په ۱۲م مئ ۲۰۰۷م د هغه دپاره خلک راوتلي وو او کومي خونړۍ پېښې رامنځته شوې وې ، د هغې يې پوښتنه هم نه ده کړي


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودهري د زپارت په ورځ د خپلې عهدې څخه ريټاير شو . د هغه د قاضيتوب په موده کې وئيل کيږي عدليه ازاده شوې او دجهوريت د ودې،د بدعنوانۍ د خاتمې اؤ دانصاف د رسد دپاره مشرقاضي ډېر کارونه کړي . خو په کراچۍ کې وکيلان او خلک وايې افتخار محمد چوهدري به هر څه کړي وي خو په کراچۍ کې چې په ۱۲م مئ ۲۰۰۷م د هغه دپاره خلک راوتلي وو او کومي خونړۍ پېښې رامنځته شوې وې ، د هغې يې پوښتنه هم نه ده کړي . او د ۱۲م مئ د پېښې متاثرينو ته انصاف نه دی ورکړی شوی.
د کراچۍ دلانډهي سيمې استوگن ۴۲ کلن اقبال حسېن چې په يو شخصې مِل کې مزدوري کوي وايې شپږ نيم کاله وړاندې په ۱۲م مئ ۲۰۰۷م مونږ د عدليې د بحالۍ او د دغه چيف جسټس افتخار محمد چودهرې چې نن ريټاير شو د هرکلي دپاره د کراچۍ په سړکونو راوتلي وو . ډزې راباندې وشوې ووژل شو. نن هغه چيف جسټس ريټاير شو خو د ۱۲م مئ متاثرينو ته انصاف ور نه کړی شو .
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل ، مونږته د خپلې پارټۍ عوامي نېشنل گوند لخوا د عدليي د بحالۍ او دچيف جسټس کراچۍ ته د هرکلي د راوتلو دپاره وئيل شوي وو . زمونږ وينې خو په سړکونو توئ شوې او عدليه بحال شوه چيف جسټس په خپل ځائې شو خو زمونږ هډو پوښتنه ونه شوه .
" زمونږ دا امېد وو چې دی بحال شي نو د ټولو وړومبې به د ۱۲ مئ مقدمه گوري ځکه چې هغه خپله په دې کې وو، او د هغه دپاره خلک راوتلې وو . نن هغه ريټاير شو خو د هغه پېښې نوم يې هم نه دی اخېستی . او که چرته چا بيزه پټه کړې ده نو په هغې يې از خود نوټس اخېستی دی او کارروايې پرې کړې ده . نو په کراچۍ کې لانجه د چيف جسټس دپاره شوې وه او نن که څومره عزتونه ميلاويږي نو هغه ته ميلاويږي . مونږ دا وايو چې تاته خو عزت مېلاؤ شو خو مونږ ته څه ميلاؤ شو. مونږ ته خو انصاف مېلاؤ نه شو ".
اقبال حسېن وويل په ۱۲ مئ ما سره په يو گاډي کې درې کسان عمرصديق ، حېدرعلي او برکت الله وژل شوي وو او زه شپږ ډزه لگېدلی ووم خو معجزانه بچ شوی يم . هغه وويل زمونږ نن هم ډېر ملگري د ۱۲م مئ د پېښې نه معذوره دي او ډېرې خويندې کونډې شوي دي . چې په دغو پېښو کې ککړو ملزمانو ته سزاگانې ورکړی شوې وی او دا کېس عدالت چلولی وو نو مونږ به وئيل چې سپريم کورټ يوه ازاده اداره دی او خلکو ته انصاف ورکوي .
د لانډهي سيمي يو بل اوسېدونکی عمرفاروق وايې ۱۴ کلن ورور شېرمحمد يې د هغې جملې غړی وو چې د افتخار محمد چودهرې هرکلي ته روان وو خو هغه په لار کې په ډزو ووژل شو .
"چيف جسټس وئيلي وو چې به د دې پېښې تپوس کوم خو تر اوسه يې پته ونه لگېده ، زما ورور که د چيف جسټس زوئې وی نو هغه به يې تپوس کړی وو نو هغه خو د چيف جسټس زوئې نه وو نو ".
هغه وويل مونږ ته مالي مرسته ميلاؤ شوې ده خو مونږ انصاف غواړو.
د کراچۍ د مليربار د اتحاديې د وکيلانو پخوانی مشر امان الله يوسفزی وايې د سترې محکمې او افتخار محمد چودهري نه چې د وکيلانواو خلکو کوم امېدونه وو هغه بيخي نه دې پوره شوي . په بره کچه خو به افتخارمحمد چودهري ډېر کارونه کړي وي او ازخود نوټسې به يې اخيستي وي خو په لاندې سطحه هېڅ هم نه دي شوي .
"د ۱۲م مئ مسله تراوسه په ځائې پرته ده ۴۵ کسان وفات شوي او ۱۴۲ کسان ژوبل شوي وو زه د هغې د انصاف زمه وارخپل ځان اوخپل چيف جسټس افتخار چودهري هم گڼم ځکه چې په هغه ورځ خلک چيف جسټس له راوتي وو ".
يو بل سينئر وکيل اعجاز بنگش هم وايي افتخار محمد چودهري ځينې کارونه ښه کړي دي او د ازادې عدليي دپاره يې ښه گامونه پورته کړي دي . خو ځينې کارونه چې هغه ته کول پکار وو هغه يې نه دي کړي .
"لکه د ۱۲ مئ په کېس کې هغه هيڅ هم نه دي کړي . په دې کې ډېر وکيلان وژل شوي وو او هغه هرڅه چيف جسټس په خپله وکتل لېکن هغوۍ اېکشن وانه خستو . وس دا پولېټيکل مسله وه يا مصلحت وو . لېکن هغوۍ له په دې اېکشن اخيستل پکار وو ".
په کراچۍ کې د ۱۲م مئ ۲۰۰۷م د خونړو پېښو متاثرين او وکيلان وايې چې افتخار محمد چودهري په خپله دغه کېس پورته نه کړو ، نو دوۍ نه گڼې چې عدليه يا بل کوم جج به دغه خبره راوچته کړي . او خلکو ته به انصاف ورکړي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG