لاس رسیدونکی لینک

جان کیري: ترهگرۍ خلاف جنگ په هر ډول جنگیدل پکار دي


جان کیري خپل خیالات په داسې حال کې څرگندول چې د اردن جنگي هوائي جهازونو په دریمه ورځ هم د اسلامک سټیټ پرضد بمباري جاري وساتله

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي پکار ده چې په هر ممکن ډول د ترهگرۍ مخالفت وکړی شي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د جرمني میونېخ ښار کې د میونیخ سکیورټي کانفرنس ته وینا کې جان کیري وویل نړۍ دا وخت د مجرمانه الغاو تلغاو سره مخ ده. شام او عراق کې فعاله داعیش یا اسلامک سټیټ وسلې والې ډلې ته په اشاره د امریکې خارجه وزیر وویل د پرتشدد تندروي توب په هیڅ دلیل جواز نشې وړاندې کیدی.

جان کیري خپل خیالات په داسې حال کې څرگندول چې د اردن جنگي هوائي جهازونو په دریمه ورځ هم د اسلامک سټیټ پرضد بمباري جاري وساتله.

اردن د اسلامک سټیټ خلاف هوائي بمباري د خپل یو پائلټ د وژل کیدو په بدل کې شورو کړه ده چې د دسمبر په میاشت کې نیول شوی وو او اوس يي وسله والو وډیو شائع کړې چې پکې د پائلټ سوزیدل ښودل کیږي.

متحده عرب امارات هم ویلي د ایف ١٦ جنگي جهازونو یوې دستې ته يي ویلي چې ایي ایس خلاف بمبارۍ کې لاس امداد وکړي.

اردن او متحده عرب امارات د امریکې په مشرۍ کې د هغه ائتلاف برخه ده چې شام او عراق کې يي د داعیش خلاف کاروائي شوور کړې ده.

په داسې مهال چې د ایي ایس خلاف بمباري جاري ده، د وسله والو په ولکه کې د بندیوانې امریکائي میرمن په هکله کره معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.

د ٢٦ کلنې میرمن کائلا میولر کورنۍ ویلي امید لري چې هغه ژوندۍ ده.

سپېنې ماڼۍ هم ویلي د کائلا میولر د مرگ په هکله د داعیش د دوعوې تصدیق لا نه دی شوی.

داعیش ویلي وو امریکائي میرمن د اردن په هوائي بمبارۍ کې وژل شوی ده.

د کائلا په هکله ویل کیږي چې هغه اخیرۍ امریکنۍ شهري ده داعیش نیولې وه. ددې نه وړاندې داعیش د دریو نورو امریکایانو سرونه قلم کړې دي.

XS
SM
MD
LG