لاس رسیدونکی لینک

امريکې د پاکستان لخوا دکالعدم تنظيمونو په ضد د کاروايۍ هرکلی کړی


ميري هارف وئيلي ، دا يو ښه گام دی ، او مونږ يي هرکلی کوؤ .

د امريکې محکمه خارجه د هغو رپورټونو هرکلی کړی دی ، چې پکې وئيل شوي پاکستان د حقانې شبکې په گډون ۱۱ يا ۱۲ تنظيمونه لاقانونه گرځوي .

د زيات په ورځ خبري غونډې ته په وينا کې د امريکې د خارجه محکمې يوې ښځينه وياندې ميري هارف وئيلي ، دا يو ښه گام دی ، او مونږ يي هرکلی کوؤ .

امريکا د وړاندې نه د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر مُلا فضل الله نړيوال ترهگر گرځولی دی .

تېره مياشت پېښور کې په سکول د حملې چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياته شمېره پکې د ماشومانو وه ، د دغې بريد وروستو حکومت او نورو پارليماني سياسي ډلو د تُندلارو په ضد د کاروايۍ دپاره د قامي اېکشن پلان منظوري ورکړې او د هغې په عملي کولو کار پېل شوی دی .

د زيارت په ورځ د پاکستان د انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون يو خپور راپور کې ليکلي ، چې د پاکستان حکومت د حقانې نېټ ورک او جماعت الدعوه په گډون په گڼو نورو تنظيمونو د بندېز لگولو پرېکړه کړې ، او په دغې لړ کې به په باقاعده توگه اعلان په راتلونکو څو ورځو کې وشي .

د امريکې د خارجه محکمې وياندې وئيلي ، خارجه وزير جان کېري د پاکستان په خپله تازه دوره کې د ترهگرۍ د مخنيوي په لړ کې د پاکستاني چارواکو وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي ، او په دغې اړه يې ورسره خبرې اترې شوي دي .

هغې زياته کړې د دغې دورې نه وړاندې يا په دغې مهال پاکستان نزدې د ۱۲ تُندلارو ډلو د لاقانونه گرځولو اعلان کړی دی .

د يو سوال په ځواب کې وياندې وئيلي ، د ترهگرۍ په ضد روانو عملياتو په نتيجه کې د بې کوره شوؤ خلکو د مرستې په لړ کې خارجه وزير جان کېري د پاکستان د دورې په مهال د امريکې لخوا په مجموعي توگه د ۲۵ کروړه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی .

ميري هارف وئيلي ، د ترهگرۍ د مخنيوي په مېدان کې د امريکې او پاکستان اړيکې اوږد تاريخ لري ، او د هغې په وينا د ترهگرۍ له کبله د کوم بل هېواد په مقابله کې پاکستان ته زيات تاوان اوړېدلی دی .

وياندې زياته کړې د دواړو هېوادونو امريکې او پاکستان اړيکې ، مرستې او خبرې اترې دوام لري .

XS
SM
MD
LG