لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په روس او پاکستان غږ کړی د افغان طالبانو مرستې دې پریږدي


امریکايي صلاحکار به په دې خبره زور ورکوي چې اسلام اباد دې د سفارت کارۍ په لار په افغانستان کې خپلو ګټو ته وګوري نه چې د تشدد په لار.

امریکا د روس او پاکستان په شمول په سیمه ایزو هیوادونو غږ کړی چې په جنګ ځپلي افغانستان کې دې نورې د طالبانو مرستې نه کوي.

د امریکا د قامي امنیت صلاحکار مک ماسټردغه خبرې د اتوار په ورځ ناوخته په کابل کې د افغان مشرانو سره دخبرو اترو وروستو کړي دي. د ښاغلي مک ماسټر دغه د کابل لومړی سفر وو.

افغان چارواکو ویلي د افغانستان د مشرانو سره په خبرو اترو کې د امریکا او افغانستان تر مینځه دوه اړخیزه امنیت، سیمه ایزې ترهګرۍ پرضد جګړه او د افغانستان د قامي امنیت او امنیتي عسکرو مضبوطولو په سر خبرې اترې شوي دي.

د افغان چارواکو سره د ملاقات وروستو د امریکا د قامي امنیت صلاحکار د افغانستان طلوع ټي وي سره د مرکې په وخت ویلي هغه افغان طالبان چا چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو نه انکار کړی، هغو ته به په میدان ماتې ورکول وي. هغه زیاته کړی امریکا د افغان عسکرو قوت سوا کولو په ژمنه کلک ولاړ دی چې دوي د دې جوګه شي چې د خپل وطن دفاع وکړي.

د امریکا د قامي امنیت صلاحکار د افغانستان دا سفر په داسې مهال کړی چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو کمانډردغه هیواد ته د څو زرو نورو امریکایي پوځیانو لیږلو خبره کړی ده. دا وختي په افغانستان کې د امریکا ۸۴۰۰ عسکر موجود دي.

د مک ماسټر د پاکستان نه غوښتنې

د امریکا د قامي امنیت صلاحکار به نن د افغانستان ګاونډي پاکستان سفر کوي. په پاکستان د پخوا راهسې دا تورونه لږي چې دوي د افغان طالبانو مرستې کوي او دوي له يې په خپله خاوره پناه ځایونه ورکړي دي.

امریکايي صلاحکار به په دې خبره زور ورکوي چې اسلام اباد دې د سفارت کارۍ په لار په افغانستان کې خپلو ګټو ته وګوري نه چې د تشدد په لار.

مک ماسټر ویلي: ٫٫ مونږ د تیرو څو کلونو راهسې دا طمعه لرو چې پاکستاني مشران به په دې خبره پوهه شي چې په هیواد کې دې د ټولو ډلو پرضد کاروايي وکړي. اودا خبره د پاکستان په مفاد کې ده چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې د سفارتکارۍ په لار خپله ایجنډا مخکې بوځي، نه چې د تشدد او ترهګرو ډلو د مرستو په ذریعه.٬٬

د روس او افغان طالبانو اړیکې

کله چې د ښاغلي مک ماسټر نه د روس او افغان طالبانو ترمنځه د رابطو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه زیاته کړه ٫٫ هیڅ څوک دې هم د طالبانو مرستې ونه کړي. او نه دې د افغان حکومت او افغان اولس پرضد وسله والې جګړې مرسته وکړي.٬٬

٫٫ مونږ غواړو چې ټول سیمه ایز هیوادونه دې په افغانستان کې مثبته رول ولوبوي، یو داسې رول چې د افغان اولس په ګټو وي نه چې د اوږدې مودې راهسې روانه جګړه نوره هم وغزوي.٬٬ ښاغلي مک ماسټر که څه هم د دغه خبرې څه وضاحت وه نه کړو چې په افغانستان کې روانه جګړه څوک غزول غواړي خو دا يې اوویل ٫٫ دغه خلک به ښکاره کوي او ځواب به ترې غواړي.٬٬

تیره اونۍ روس د افغانستان سولې او امنیت په اړه د سیمه ایزو هیوادونو یوې غونډې کوربه توب کړی وو. په دغه غونډه کې د افغانستان په شمول پاکستان، چین، هندوستان، ایران او د منځني اسیا پینځه هیوادونو ګډون کړی وو. دغونډې په اخره کې روس د افغان حکومت او طالبانو تر مینځه د خبرو اترو د کوربه توب کولو وړاندیز کړی وو. که څه هم افغان طالبانو وړاندې نه د روس لخوا کیدونکې دغه غونډه رد کړی وه او ویلي وو چې دغه غونډه سیاسي احداف لري.


د زیارت په ورځ د امریکا لخوا په افغانستان کې تر ټولو لوې بم کارولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي مک ماسټر ویلي په دغه سیمه کې موجودو ترهګرو ډلو د افغانستان د اولس ژوند د خطر سره مخ کړی وو او دغو ټولو له به ماتې ورکوو. ٫٫ دا یواځې بمونه نه دي، دغه کار زمونږ عسکر هم هره ورځ کوي او د داعش وسله والو پرضد جنګیږي. چې دا خبره یقیني کړي چې هغه خلک چې په ښځو تشدد کوي، عام اولس وژني، هسپتالونه په نخښه کوي د دوي سره اوجنګیږي. مونږ داسې خلک او تنظیمونه نور نه شو برداشت کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG