لاس رسیدونکی لینک

د شام ډاکټر ملگرو ملتونو ته د کیمیاوي وسلې د تباهۍ حال بیان کړی


د شام د کیمیاوي وسلو ځېنې برخه د هیواد نه بهر وړلی کیږي

د شام یو ډاکټر د هیواد په سارمین ښار کې يي د کیمیاوي بمونو ښکار ملکي کسانو علاج کړی، د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته يي ویلي د کیمیاوي وسلې استعمال کونکو دې احتساب وکړی شي.

کال ٢٠١٣ کې د بغیانو د ولکې د لاندې دمشق په ختیزه برخه کې سارین گیس د لاسه په سلگونو خلک ووژل شو. د ملگرو ملتونو سکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا سیاسي اختلافات لمینځه یوړل او یو قرارداد يي منظور کړو. قرارداد په شام غږ وکړو چې خپلې کیمیاوي وسلې او د کیمیاوي وسلو تنصیاب دې څرگند کړي او د وسلو ذخیرې دې تباه کړي.

د کیمیاوي وسلې تباه کولو زیاتره کار سرته رسول شوی خو تیره میاشت د صدر بشارالسد په حکومت دا الزامات راتازه شول چې د ادلیب صوبې په سارمین کلې کې يي د کلورین بمونه استعمال کړې دي. که چرې دا خبر رښتیا وي نو د کلورین استعمال به د هغه قرارداد خلاف ورزي وي چې د تازه حملې نه څو ورځې وړاندې منظور کړی شوی دی شام کې د کلورین په شمول د نور زهرژن مواد د استعمال غندنه پکې شوي ده او دا خبرداری کوي چې د قرارداد د خلاف ورزي سنگین مضمرات لري.

د شام یو ډاکټر محمد تیناراي د مارچ د میاشت په ١٦ او ٢٣ مه نیټه شوي حملو ښکار خلکو علاج کړی دی. د زیارت یا پنج شنبې په ورځ ډاکټر تناري د امنیتي شورا غړو ته معلومات ورکړل. هغه یوه وډیو هم وښودله چې پکې ډاکټران دا ناکامه کوښښونه کوي چې بې لباسه او بې هوشه واړه ماشومانو رابیدار کړي. ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیرې سمینتا پاور خبریالانو ته وویل دغه عکسونو د ځېنې استازو په سترگو کې اوښکې راوستې.

ډاکټر نیتاري هم خبریالانو ته وینا وکړه. یو بل ډاکټر د هغه د خبرو ترجمه وکړه.

ډاکټر تیناري وايی هرکس نه لکه د رنگ کاټ بوې تلو او په اسمان کې هیلې کاپټرې الوتلې.

ډاکټر تیناري وویل هیلې کاپټرو ته د بمونو غورځیدو ورسته هسپتال ته داسې مریضان رواستلی شول چې د ساه په تکلیف اخته وو.

ډاکټر تیناري زیاتوي داسې ښکاریده چې هسپتال ته راوستل شوي مریضان د ساه بندولو کیماوي عناصرو سره مخامخ کړی شوي وو او د هیڅ چا په بدن لکه د بم او د گولۍ زخمونه نه وو.

ډاکټر وویل علاج کونکې ډاکټرانو کې هم لکه د مريضانو علامات څرگند شول. هغه زیاته کړه د مریضانو د جامو، ویښتو او متاثره سیمو ته اخسیتل شوي نمونې یو برطانوي ماهر ته ووښودلی شوي او هغه تصدیق وکړو چې دا کلورین وو.

امنیتي شورا ته د ډاکټر تیناري او د ډاکټر ظهیر سهلولو د وینا انتظام د امریکې سفیرې سمینته پاور کړی وو. هغې وویل سکیورټي کاونسل ته پکار دي چې په متحده توگه د دکیمیاوي استعمال مخه ونیسي. هغې وویل که زر وي او که ناوخته، د کیمیاوي وسلو د استعمال به احتساب کولی شي.

سمینته پاور وايي دا حقیقت دی چې امنیتي شورا لخوا د چا خلاف مقدمه انټرنیشنل کریمینل کورټ ته وو نه لیږلی شوه خو ددې دا مطلب نه دی چې شام کې به د چا احتساب نه کیږي. هغه کسان چې دداسې قسمه حملو ذمه وار دي د هغوي احتساب به کولی شي.

د شام دغه ډاکټرانو وویل د ملکي کسان د تحفظ دپاره پکار ده چې په هغه سېمو دې د جهازونو د پروازونو پابندي ولگولی شي. دوي وویل شام کې ملکي کسان د حکومت او د باغیانو د ولکې دلاندې سیمو کې د لوږې او د بمونو او مزائیلو دلاسه په مشکلاتو کې ښکیل دي.

XS
SM
MD
LG