لاس رسیدونکی لینک

صدر براک اوباما تندروۍ د "کینسر" خلاف په شریکا د اقداماتو غوښتنه کړې


صدر اوباما د یوکرین د کړکیچ ذکر هم وکړو. هغه یوکرین کې د روس د لاس وهنې غندنه وکړه او وې ویل که چرې روس د یوکرین کې د ډز بندۍ او په پرامنه طریقه د مسل حل راوباسي نو امریکا پرې خپلې اقتصادي پابندۍ لرې کړي

د ملگرو ملتونو سالانه جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا د پرانسې دستورې ته وینا کې د امریکې صدر براک اوباما په نړي واله ټولنه غږ وکړو چې د ترهگرۍ او مذهبي تندلاریتوب خلاف جنگ کې دې شریک شي. هغه وویل تندلاریتوب لکه د "کینسر" مرض د اسلامي نړۍ په ډیرو برخو کې جړې نیولې دي.

د شورو په ورځ نیویارک کې د ملگرو ملتونو مرکزي تالار کې براک اوباما شام او عراق کې د دولت اسلامي یا اسلامک سټیټ وسله والې ډلې لخوا راپورته شوي خطرات ذکر وکړو. هغه وویل د شام د خانه جنگۍ حل په جنگ کې نه بلکه په میز د مذاکراتو کې پروت دی.

منځني ختیز کې د عرب اسرائیلی کړکیچ په اړه وینا کې براک اوباما وویل سیمه او نړۍ کې امن یواځې هله راتلی شي چې د مسلې دوه ریاستي حل عملي کړی شي، یعني فلسطیني او اسرائیلي ریاستونه څنگ په څنگ قائم شي.

صدر اوباما د یوکرین د کړکیچ ذکر هم وکړو. هغه یوکرین کې د روس د لاس وهنې غندنه وکړه او وې ویل که چرې روس د یوکرین کې د ډز بندۍ او په پرامنه طریقه د مسل حل راوباسي نو امریکا پرې خپلې اقتصادي پابندۍ لرې کړي.

د امریکې صدر لوظ وکړو چې د نړۍ چاپیریال پاک ساتلو په لړ کې به يي هیواد د خرابو گیسونو کچه ټیټه ولو دپاره کوششونه گړندي کوي.

صدر براک اوباما د تقریر په زیاتره برخه کې اسلامۍ نړۍ کې د تندلاریتوب د "کینسر"، ترهگرۍ د مخنیوي او په دې لړ کې د مسلمانې ټولنې د کردار ذکر وکړو.

ښاغلي اوباما په مسلمانه نړۍ کې د سیاسي، تعلیمي او اقتصادي اصلاحاتو په ضرورت زور واچولو چې د هغه په وینا د تندروۍ او ترهگرۍ وجوهات گرځي. هغه وویل تعلیم، د کارروزگار موقعې او اقتصادي هلې ځلې د تندروۍ مخه نیسي. هغه وویل د مسلمانې نړۍ ځوان کول باید د رائې د اظهار زیاته ازادي ولري.

امریکائي صدر وویل مسلمانه نړۍ کې د تعلیم، سیاست او اقتصاد په مدونو کې زنانه ؤ باید په پراخه کچه د کردار ادا کولو موقعې ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG