لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرین پلوه ځواکونو باغیانو خلاف پرمختگ کړی


جنگ ځپلې ښار ډونیسک نه ٥٠ کلومیټره لرې د کریمټورک د رهائشي علاقه نه د درنې بمباري او د راکټونو د چلیدو رپورټونه ترلاسه شوي دي
جنگ ځپلې ښار ډونیسک نه ٥٠ کلومیټره لرې د کریمټورک د رهائشي علاقه نه د درنې بمباري او د راکټونو د چلیدو رپورټونه ترلاسه شوي دي

یوکرین ویلي حکومت پلوه ځواکونو د هیواد په خیتز کې باغیانو سره جنگ کې پرمختگ کړی دی. دا په داسې مهال چې هیواد کې د جنگ ختمولو دپاره یو ورځ ورسته نړي واله غونډه کیدونکې ده.

یو حکومت پلوه جنگیالي په د سماجي رابطې په ویب پاڼه فیس بک ویلي جنگ کې يي په گڼ شمیر کلو قبضه کړې ده او اوس يي د نوازوسک سرحدي ښار په لرې پرمختگ شورو کړی دی.

جنگ ځپلې ښار ډونیسک نه ٥٠ کلومیټره لرې د کریمټورک د رهائشي علاقه نه د درنې بمباري او د راکټونو د چلیدو رپورټونه ترلاسه شوي دي.

د یوکرین سرښار کییو کې عسکري ترجمان ویلي د تیر یو شوه روز په جگړه کې د یوکرین اووه عسکر وژل شوي دي.

یوکریکې د جنگ بندۍ او د امن په لارو چارو غور دپاره د روس، یوکرین، جرمني او فرانس استازې به د شورو یه چار شنبې په ورځ د بیلاروس سرښار منسک غونډه کوي. منسک کې تیر کال لاس لیک شوي امن معاهده د لاس کیدو سره سمه د ناکامۍ سره مخ شوه او د یوکرین کړکیچ يي حل نه کړی شو چې په تیرو لسو میاشتو پکې پنځه زره او څلورسوه کسانو ژوند لاسه ورکړی دی.

د گل یا یک شنبې په ورځ د امریکې صدر براک اوباما وویل هغه منسک کې کیدونکې غونډې د نتیجې انتظار کوي او بیا به فیصله کوي چې روس پلوه باغیانو خلاف جنگ کې یوکرین ته وسله ورکړي او که نا؟

براک اوباما واشنگټن کې د جرمني چانسلرې آنگلا مرکیل سره د لیده کاته ورسته خبري غونډې ته وینا کوله. آنگلا مرکیل د یوکرین په صورتحال صدر اوباما سره خبرو دپاره واشنگټن ته راغلې وه.

براک اوباما وویل د یوکرین د حکومت مخالفینو سره د روس د ملاتړ ختمولو دپاره غوره لار په روس بندیزونه او د سفارتکارۍ کوششونه دي. خو هغه زیاته کړې چې یوکرین ته د وسلې ورکول جاج اخستلو کار يي خپلو صلاحکارانو ته سپارلی دی.

په خپله نوبت آنگلا مرکیل وویل د یوکرین د کړکیچ حل په پوځي لارو چارو کې نه ویني. هغې په سفارتي کوششونو زور واچولو.

دواړو مشرانو کوشش کولو چې دا تاثر رد کړی چې یوکرین کې د امن دپاره په روس د فشار اچولو په لړ کې د امریکې او یورپي هیوادونو په تگ لاره کې اختلافات راپورته شوي دي. صدر اوباما او چانسلرې آنگلا مرکیل امید څرگند کړو چې د منسک غونډه به مثبتې نتېجې رابرسیره کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG