په شام او عراق کې فعاله خودسره اسلامي ریاست یا داعش ډلې لخوا په سوشل مېډیاپېغامونو او پراپېګنډې مخ نېوي پرضد امریکا او عرب اماراتو د (ثواب) په نوم په ابو ظهبي کېیو مرکز خلاص کړی.
د دغه مرکز د احدافو په اړه د امریکا د خارجه اړیکو او ډپلومېسۍ ناېب سېکتر رچرډ سټېنګل الحره ټي وي ته وېلي لوې مقصد ېې خلک او په خاصه توګه ځوانان د اسلامک سټېټ تندروه ډلې سره د شامېلېدونه اودرول دي. ځکه چې داعش تندروه ډله په ګرده نړۍ کې د سوشل مېډیا په لار دنورو هیوادونو ځوانان متاثره کوي. دا مرکز به د داعش ډلې هغه پېغامونه لری کول دي چې ډله پری نوی کسان ملګري کوي.
په شام او عراق کې د داعش ډلې پرضد جوړ اتلاف په اړه د یوی پوښتنې په ځواب کې ښاغلي رچرډ وېلي دا وختې پدغه اتلاف کې ۶۰ هېوادونه شامل دي او دومره لویه شمېره پخپله یوه لویه کامیابي ده. ځکه د دغه ټولو هیوادونو دښمن یو دی او د دغه دښمن پرضد ټول د یو بل سره مرستې هم کوي.
د الحره ټي وي سره د امریکا د خارجه اړیکو ناېب سېکتر رچرډ سټېنګل دغه مرکه تاسو د پښتو ترجمی سره دلته اوریدې شۍ.