لاس رسیدونکی لینک

امریکې او ترکي د یو بل شهریانو ته ویزې ورکول ځنډولي دي


په امریکا کې میشته ترک عالم دین فتح الله گولین.

امریکې او ترکي د یو بل شهریانو ته ویزو په ورکولو پابندي لگولي ده او د په انقره کې د امریکې سفیر ویلي ترڅو په ترکي کې د امریکې سفارتي سهولتونو د تحفظ جاج نه وي اخیستل شوی د ترکي وگړو ته به امریکا سفري ویزې نه جاري کوي.

بلخوا ترکي غوښتنې کړي ده چې امریکا دې په ویزو پابندي ختمه کړي او د ترکي وزیراعظم بېنالي یلدیریم ویلي ترکي دا ضرورت نه لري چې د خپل شهري خلاف د قانوني کاروايي لپاره د بل هیواد نه اجازت واخلي.

د امریکې او د ترکي ترمنځ سفارتي تاوتریخوالی تیره هفته په استنبول کې د امریکايي کونسلخانې د ترک ملازم متین ټوپوز د گرفتارۍ په نتیجه کې رامنځته شو.

د ترکي مامورینو په ټوپوز باندې د جاسوسۍ او په امریکا کې میشته ترک عالم دین فتح الله گولین سره د تعلق الزام لگولی دی. د ترکي حکومت وايي فتح الله گولین د صدر رجپ طیب اردوان خلاف په ناکامه بغاوت لاس لري او د امریکې غوښتنه کوي چې ښاغلی گولین دې ترکي ته وسپاري.

په ترکي کې د امریکې سفیر رابرټ بیس ویلي امریکايي سفارتکاران په هیواد کې موجود سفارتي ودانو امنیت ته بیا کتنه کوي او ترڅو دا عمل مکمل شوی نه وي ترک وگړو ته د امریکې په ویزو ځنډ به پرځای وي.

ترک وگړو ته د امریکې په ویزو د اتوار، یکشنبې، په ورځ پابندي ولگول شوه. ترکي په جواب کې هم دغه رنگ اقدام پورته کړو او امریکایانو ته یې په ویزو پابندي ولگوله.

د گل، دوشنبې، په ورځ د ترکي خارجه وزارت غوښتنه وکړه چې امریکا دې په ویزو پابندي ختمه کړي.

په عین حال کې ترکي په استنبول کې د امریکې د کونسلخانې یو بل ملازم د گرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی. ددغه کارکونکي میرمن او زوی نیول شوي دي.

د ترکي واک من ای کی پارټۍ په ترکي کې د امریکايي سفیر خلاف بیان بازي تنده کړي ده. "بیس بهروځه مونږ ځان له پریښده،" د ای کی پارټۍ نایب مشر حمزه ډاگ وویل. ټاکل شوي ده په ترکي کې د خپلې وظیفې سر ته د رسولو ورسته به بیس افغانستان کې پرځای کولی شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ پارلیمنټ ته خپل تقریر کې د ترکي وزیراعظم بېنالي یلدیریم په امریکا کې د ترکی د یو بینکار د گرفتارۍ او ترکي ته د فتح الله گولین د نه سپارل کیدو غندنه وکړه. دغه بینکار په دې الزام نیول شوی چې د نړي والو بندیزونو پرضد یې د ایران کومک کولو.

امریکا او ترکي دواړه د نیټو رکن هیوادونه دي. دواړه هیوادونو ژور سفارتي او عسکري تعلقات لري. د امریکې یو اهم پوځي مرکز په ترکي کې موجود دی او په منځني ختیځ کې د داعش خلاف عملیاتو دپاره د امریکې هوايي جهازونه هم د ترکي دغه پوځي مرکز استعمالوي.

خو د تیرې څه مودي راهسې د امریکې او ترکي په تعلقاتو کې کړکیچ رامنځته شوی دی او یوه اهمه وجه پکې فتح الله گولین دی. ترکي غواړي چې امریکا دې ښاغلی گولین ملک بدر او ترکي ته وسپاري. امریکا تر دا وخت د ترکي دغه غوښتنه نه ده منلي.

د ترکي سرکاري خبري ادارې انادولو ویلي ټوپوز پولیس د ځینې افسرانو سره په رابطه کې و چې پکې ځینې داسې افسران هم شامل دي چې په بغاوت کې د ککړتیا الزام پرې لگول شوی دی. گولین په بغاوت کې لاس لرلو الزام ردوي.

او امریکايي سفیر ویلي پولیس افسرانو سره رابطه ساتل د ټوپوز د دندې برخه وه.

XS
SM
MD
LG