لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او ترکې وايي داعش او د نورو ترهگرو ډلو خلاف به په شریکه جنگیږي


صدر ټرمپ او صدر اردوان
صدر ټرمپ او صدر اردوان

د ترکې صدر رجپ طیب اردوان د امریکې د سفر په مهال د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل او دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې هیوادونه به يي د داعش او د نورو ترهگرو ډلو خلاف په شریکه جنگ کوي.

د ملاقات ورسته، صدر ټرمپ او صدر اردوان یوې خبري غونډې ته په شریکه وینا وکړه.

صدر په ترکي کې په ورستۍ موده کې د ترهگرۍ د خونړیو حملو غندنه وکړه.

ترک مامورین په هیواد کې د ترهگرۍ ذمه واري په داعش یا د پي کی کی په نوم په کرد وسله والې ډلې اچوي. کرد ډله د کرد قام د خپلواکۍ لپاره د ترکي په شمال ختیځه برخه کې د تیرو ٣٠ کلونو راهسې په جنگ لاس پورې کړی دی.

صدر ټرمپ وویل امریکا د داعش او د پي کی کی خلاف ترکي د جگړې حمایت کوي.

خبري غونډ ته په خپل نوبت خبرو کې صدر اردوان وویل ترکي په سیمه کې د داعش ترڅنگ د هر ډول ترهگرې ډلې خلاف بغیر د څه تفریق جنگیږي. هغه هم ترهگرۍ خلاف د امریکې او د ترکي په اشتراک د جنگ ملاتړ وکړو.

صدر اردوان په شام، یمن او عراق کې د جنگونو غندنه وکړه.

صدر اردوان په داسې حال کې د واشنگټن سفر وکړو چې صدر ډانلډ ټرمپ داعش سره جنگیدو لپاره د وای پي جي به نوم کرد وسله والې ډلې ته د وسلې ورکولو اعلان کړی دی. ترکي دغه ډلې ته د ترهگر تنظیم په نظر کتنه کوي او د صدر ټرمپ په اعلان يي ناخوښي څرگنده کړې ده.

د امریکې او ترکي ترمنځ د اختلاف بل ټکی فتح الله گولن دی. ښاغلی گولن یو اسلامي عالم دی او په موجوده وخت کې د امریکې په پینسلوینیا ریاست کې میشته دی.

د ترکي حکومت په فتح الله گولن الزام لگوي چې تیر کال د صدر اردوان خلاف ناکامه بغاوت هغه راپارولی و.

په وایټ هاوس کې خبري غونډې ته وینا کې صدر اردوان گولن د "ترهگر" په نوم یاد کړو او په هغه يي د خپل حکومت خلاف د ناکاما بغاوت الزام تکرار کړو.

د صدر اردوان حکومت د امریکې نه غوښتنه کړې ده چې فتح الله گولن دې ترکې ته وسپاري خو واشنگټن تر دا وخت په دغه غوښتنه څه عملي اقدام نه دی پورته کړی.

فتح الله گولن په بغاوت کې د لاس لرلو الزام ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG