لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اردوان او د صدر ټرمپ لیده کاته: کامیاب کې ناکامه؟ څیړنکاران څه وايي


د صدر اردوان په حق کې د وایټ هاوس سره نژدې مظاهره
د صدر اردوان په حق کې د وایټ هاوس سره نژدې مظاهره

څیړونکي وايي چې د ترکیې ټولواک ولسمشر پدغو دوو برخو کې که څه هم څه نه دي ترلاسه کړي خو کیدای شي په یوشمیر نورو ګټورو برخو کې سره موافقو ته رسیدلي وي.

د منځني ختیځ د ډیموکراسۍ د پروژې مشر هاواړډ ایزینسټاټ وايي " ډیر احتمال شته چې هغه به خپله د ترکیې د کورني امنیت په برخه کې د پي کې کې په وړاندې نور ملاتړ ترلاسه کړی وي او هم یې ښايي د عراق په شمالي برخه سنجرکې د برید جواز اخیستی وي."

د منځني ختیځ په چارو کې دغه کارپوه ایزنسټاټ د سکایب له لیارې امریکا غږ ته وویل چې له ترمپ سره د اردغان ملاقات به هغه ته د هیواد دننه نور پرستیج هم ورکړي.

د ترکی صدر رجپ طیب اردوان یوشمیر ملاتړي او مخالفین هغه مهال د سپينې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وه کله چې نوموړي صدر ډانلډ ټرمپ سره ملاقات درلود.

په یوه ګډ خبري کانفرانس کې د ترهګرۍ په اړه د ترکیې د اندېښنو په برخه کې ټرمپ په ډیر احتیاط خبرې وکړې.

صدر ټرمپ وویل "مونږ د ترهګرو ډلو لکه داعش او د کردستان د کارګر ګوند یا پي کې کې په وړاندې جګړه کې د ترکیې ملاتړ کوو او دا یقیني کول غواړو چې دغه ډلې هیڅ خوندي ځای وه نه لري."

خو هغه هیڅ داسې څه وه نه ویل چې د اردوان په غوښتنه په سوریه کې به د کردي یاغیانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د ترکیې ولسمشر اردوان اردوان وویل "مونږ به هیڅکله هغو ډلو ته اجازه ور نه کړو چې د مذهبي او نژادي جوړښتونو ګډوډي غواړي او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه د خپل عیب د پټولو لپاره کاروي."

اردوان پدې کې هم پاتې راغی چې متحده ایالات دې ته وه هڅوي چې ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن له امریکا څخه وباسي.

اردوان په ګولن باندې تور لږوي چې دده د حکومت پرضد یې تیر کال د یوې ناکامه کودتا هڅه کړې وه.

امریکا د اردوان پرضد د تیر کال ناکامه کودتا غندلې وه خو په ورته وخت کې یې د هغه لخوا د کودتا د مشکوکو مشرانو، ژورنالستانو او د هغه د مخالفینو د نیولو چټک بهیر هم غندلی وه. هغه وویل " دا د هغه واده مثال لري چې پکې خوشحالي نه وي خو لکه د ډیرو داسې ناخوښه ودونو په څېر داسې دلایل موجود دي چې باید له یوه بله سره پاتې شي ځکه طلاق او جلاوالی ورته په ډیره لوړه بیه تمامیږي. له همدې امله هغه څه چې زه یې تمه کولای شم هغه دادي چې دواړه لوري که څه هم له یوه بله خوښ نه دي خو د راتلونکو پایلو لپاره باید په ګډه کار وکړي."

ترکیه د ناټو د یوه غړي په توګه د یوه ځواکمن پوځي اتحاد یوه برخه ده چې په نړیواله کچه استخباراتي معلومات لري او امنیت ورپورې نغښتی دی.

امریکا ترکیې ته په سیمه کې د ځواکمن شریک په سترګه ګوري او ددغې لارې له خپلو مهمو سټراتیژیکو پوځي مرکزونو سره اړیکه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG