لاس رسیدونکی لینک

ایران او ترکي قطر ته خوراکي شیان ولیږل


په قطر کې د خوراکي شیانو د کمي د وریرې په مهال، ایران قطر ته د خوارکي سامان نه ډک څلور هوايي جهازونه لیږلې دي. دا خبره د ایران د حکومتي هوايي کمپنۍ ایران ایر ترجمان شاه رخ نوشاابادي کړې ده.

ترکي هم قطر سره د خوارکي امداد اعلان کړی دی. د ایران او ترکي اقدامات په داسې مهال کړې دي چې سعودي عرب قطر سره د سفارتي تعلقاتو پریکولو ورسته قطر سره خپل سرحد هم وتړلو. قطر خپل د خوارکي شیانو زیاتره برخه هم د سعودي عرب د لارې رسول کیږي.

تیره هفته سعودي عرب، بهرین، متحده عرب امارات او مصر قطر سره خپل سفارتي تعلقات ختم کړل او په قطر يي د ایران او ترهگرو د ملاتړ الزام ولگولو. قطر دغه الزامات ردوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم په قطر سخت ټکونه کړې دي.

په عین حال کې د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي هم منصب میولوت چاویش اوغلو سره په ټیلي فون د قطر د او د نورو خلیجي گاونډیانو په مسله خبرې اترې وکړې.

ټیلرسن په سعودي عرب او په نورو خلیجي هیوادونو غږ وکړو چې قطر سره دې تاو تریخوالي کې نوره اضافه نه کوي او په قطر په محاصره کې دې نرمي وکړي ځکه چې دا بشري اغیزې لري او د امرېکا په مشرۍ کې دداعش جگړه ترې متاثره کیږي.

د قطر د محاصرې په اړه د ترکي صدر رجپ طیب اردوان ویلي دا دې په مکمله توگه لرې کړی شي.

بلخوا ترهگرۍ د ملاتړ په اړه، قطر د خپل نوم صفا کولو دپاره د امریکې پخواني مشر سرکاري وکیل جان ایش کرافټ کمپنۍ ته د خپل حساب کتاب کار سپارلی دی. ددغه حساب کتاب یا اډټ لپاره به قطر د جان ایش کرافټ کمپنۍ ته دوه اشاریه پنځه میلین ډالر ورکوی.

XS
SM
MD
LG