لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي هغه رپورټ رد کړی چې د فتح الله گولن په تښتولو یې غور کړی و


ګولن هغه ټولې ادعاوې رد کړيدي چې ګواکې د ولسمشر رجب طیب اردغان د حکومت د ړنګولو هڅه یې کړېده
ګولن هغه ټولې ادعاوې رد کړيدي چې ګواکې د ولسمشر رجب طیب اردغان د حکومت د ړنګولو هڅه یې کړېده

ترکیې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ټرمپ د ادارې له یوه پخواني چارواکي سره یې د فتح الله ګولن د نیولو پر مسلې خبرې کړیدي.

د والسټریټ ژورنال د جمعي د ورځې په ګڼه کې راغلي دي چې ځانګړی استازی رابړټ میولر د هغو ادعاو په اړه پلټنې کوي چې د ټرمپ د ادارې د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلن سره د فتح الله ګولن د تښتولو پرسر خبرې شوې وې.

فتح الله ګولن په امریکا کې له ۱۹۹۹ کال راهیسې ژوند کوي.

د راپور له مخې ترکانو ته د ګولن په سپارلو سره فلین او د هغه ځوي ته د ۱۵ میلیونو ډالرو ورکولو وړاندیز شوی وه.

په واشنګټن کې د ترکیې سفارت د شنبې یا خالي په ورځ په یوه خپور شوي بیان کې ویلي دي، دا ادعا چې ترکیه غواړي په غیر قانوني لارو باندې ګولن بیرته خپل هېواد ته ستون کړي یوه غلطه، بې بنسټه او له مسخرې ډکه ادعا ده.

ترکیه ادعا کوي چې فتح الله ګولن په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتې ناکامې پوځي کودتا کې لاس درلود په کومه کې چې ۲۴۰ کسان مړه شوي وه.

ګولن هغه ټولې ادعاوې رد کړيدي چې ګواکې د ولسمشر رجب طیب اردغان د حکومت د ړنګولو هڅه یې کړېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG