لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه د پخواني صدر براک اوباما پروگرام ختم کړو


د ډاکا د ختمولو د اقدام په مخالفت کې د وایټ هاوس سره نژدې یوه مظاهره هم وشوه
د ډاکا د ختمولو د اقدام په مخالفت کې د وایټ هاوس سره نژدې یوه مظاهره هم وشوه

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د پخواني صدر براک اوباما د "ډاکا" په نوم پروگرام د ختمولو اعلان وکړو چې ترمخه يي هغه خلکو ته په امریکا کې د پاتې کیدو اجازت ورکړی شوی و چې په ماشوم والي کې د خپلو میندو او پلارانو سره امریکې ته په غیرقانوني توگه راغلي وو.

د ډاکا یا د "ډیفرډ ایکشن فار چایلډهوډ ارایولز" په نوم پروگرام د لاندې شا او خوا ٨٠٠٠٠٠ داسې خلک چې په ورکوټوالي کې امریکې ته په غیرقانوني توگه راغلي وو د ډیپورټیشن یا امریکې نه د ویستلو نه بچ پاتې شوي وو.

د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جیف سیشنز د نهې، سهشنبې، په ورځ د ډاکا د ختمولو اعلان وکړو. "ډاکا لمنځه وړل کیږي."

صدر ټرمپ په کانگرس غږ کړی دی که غواړي چې هغه خلک چې په ماشوم والي کې امریکې ته راغلي دي، دلته پاتي شي نو په شپږ میاشتو کې دې په دې اړه قانون سازي وکړي.

د جیف سیشنز د اعلان نه ورسته خپل بیان کې صدر ټرمپ وویل هغه نه غواړي چې ماشومانو ته د هغوي د مور او د پلار د جرم سزا ورکړی شي خو ددې مسلې دې په قانوني توگه حل راویستل شي. "مونږ به د ډاکا مسله په (نرم) زړه او په همدردۍ او په قانوني او جمهوري طریقه حل کوو."

د ډاکا پروگرام د لاندې زیاتره د میکسیکو او مرکزي امریکې سره تعلق لرونکو خلکو ته په قانوني توگه په امریکا کې د وسیدو، کارروزگار، د سبق ویلو او په پوځ کې د نوکرۍ اجازت ورکړی شوی و چې د شپږو کلونو په عمر کې امریکې ته راغلي وو.

امریکې ته راغلو دې غیرقانوني خلکو ته "ډریمیرز" ویل کیدل یعني د خوب کتونکي. او که چرې کانگرس په دې اړه څه قانون سازي ونکړه نو د کال ٢٠١٨ د مارچ د میاشت نه د دې خلکو ډیپورټیشن یا امریکې نه د ویستلو عمل شروع کیدی شي.

د ډاکا د ختمولو د اقدام په مخالفت کې د وایټ هاوس سره نژدې یوه مظاهره هم وشوه. یو مظاهره کونکي گسټیو ټوریس وویل صدر ټرمپ ورته امید ورکړی و چې ددوي په اړه به څه وکړي خو وس د هغه دغه خبره دروغ وخته.

د واک من ریپبلیکن پارټۍ ځینې اهمو مشرانو غوښتل چې صدر ټرمپ ډاکا پروگرام ختم نه کړي.

نیویارک او واشنگټن ریاستونو ویلي د ډاکا د ختمولو اقدام خلاف به عدالت کې مقدمه شروع کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG